د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا استادان نوکرۍ پخول غواړي


رابعه اکرم مشال راډیو

اسلام آباد:- د قبايلي سيمو او د خيبر پښتونخوا لندمهالي یا غير مستقله استاذان د خپلو نوکريو د پخيدو لپاره يو ځلې بيا په ګډه په پيښور کې له تيرو دوه ورځو راهيسې په احتجاج دي.


د کرمې ايجنسۍ بهادر خان چې په احتجاج کې شريک دی، مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲م کال کې دوه سوه پنځه څلويښت (٢٤٥) په قبايلي سيمو کې او دوه سوه دوه شپيته (٢٦٢) استاذان د خيبر پښتونخوا په کالجونو کې وګمارل شول، د ده په خبره خيبر پښتونخوا حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د دوی نوکریانې به پخېږي. خو دا کار لا تر اوسه نه دی شوی.

،، کله چې مو د اطلاعاتو وزیر ميا افتخار حسين سره رابطه وکړه نو هغه راته وويل چې دی د نوکريانو پخولو بل اسمبلۍ ته نه شي وړای، ځکه چې نورو څانګو کې به هم دا کول غواړي. نو په دې وجه زموږ د ملګرو پشمول د خيبر پښتونخوا استادانو د احتجاج کولو فيصله وکړه،،

يو بل احتجاج کونکې استاد احسان مشال راډيو ته وويل چې که د دوی نوکريانې ختمې شي نو مستقبل به يې څه وي؟ ښه به دا وي چې حکومت د دوی نوکريانې پخې کړي.

،، موږ دوه درې کاله خپلې نوکريانې وکړې، خپل کار کوو او په دې کې داسې ډير استادان دې چې د هغوی عمرونه زيات شوي دي ، داسې ښځینه استاذانې هم شته، چې د ټولو ماشومان دي، نو دې استاذانو سره د خپلو نوکريو فکر دې ، ډوډۍ ګوله مو تر غاړې نه تېرېږې، حکومت ته ه مو خواست دی چې نوکريانې دې راته پخې کړي ،،

د جنوبي وزيرستان يو استاد امجد جهانګير وينا ده چې څنګه د نورو صوبو د استادانو نوکريانې پخې شوې داسې دې د دوی نوکریانې هم پخې کړل شي.

،، نژدې ۲۲۰۰ استادان د پنجاب حکومت مستقله کړل، تيره ورځ هم سيند صوبه کې د ريګولايزيشن بل وړاندې کړې شو، په غونډو ملک کې دا سلسله روانه ده نو داسې دې د خيبر پښتونخوا غير مستقله استاذان هم مستقل کړې شوې،،

د خيبر پښتونخوا حکومت د اعلى تعليم وزير قاضي محمد اسد وايي: ،، که موږ یوازې د دې استادانو لپاره دا بل راوړو نو دا به له نورو هغه کسانو سره امتياز وي چې په عارضي یا ايډهاک بنيادونو په نورو سرکاري ادارو کې کار کوي، نو زه دې لپاره لاره ګورمه چې څه طريقه راووځي، موږ په ٢٠٠٩ کال کې هم استاذان مستقل کړي ول نو د هغې لپاره هم موږ يو داسې بل راوړی وو چې په هغه کې له استاذانو سره سره د نورو ادارو خلک هم مستقل کړل شوي ول ،،

د احتجاج کونکو وينا ده چې وخت په وخت حکومتي غړو وعدې کړې دي خو تر دې دمه يې دغه وعدې صرف وعدې پاتې دي او دوي به خپل دا احتجاج تر هغې پورې جاري ساتي چې د دوی غوښتنه نه وي منل شوې.
XS
SM
MD
LG