د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې ۱۷ پوليس سرتېري ووژل شول




چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې پوستې اوولس تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي، وژلو شويو پوليسو ته لومړۍ نشه ورکول شوې او وروسته وژل شوي دي.

پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په حبيب ګوډلو سيمه کې شوې ده، او له پېښې سره د تړاوو لرلو په تور دوه تنه سيمه ييز پوليس هم نيول شوي دي.

نيول شوي پوليس د وژل شويو کسانو ملګري وو، چې تر پېښه ورسته تښتېدلي او نن سهار د اندړو ولسوالۍ په يو بل کلي کې نيول شوي دي.

د غزني په ولايتي شورا کې د اندړو د خلکو استازی امان الله کامراني وايي، په پوسته کې شپاړس تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

دی وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، دوه تنه نيول شوي او اوس يې له هغوی سره د سېمې اوسېدونکي سپينوی.

((مخالفينو چې اوس يې د جګړې توان له لاسه ورکړی دی، په اندړو ولسوالۍ کې شپاړس تنه سيمه ييز پوليس لومړی مسموم کړي او بيا يې وژلي دي، مخالفين اوس جګړه نه شي کولای، ځکه غواړي له دغسې لارو خپلو هدفونو ته ورسېږي. د پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي، چې وروسته به مالومات ورڅخه وشي))

خو د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت بيا له مشال راډيو سره په خبرو کې د وژلو شويو کسانو شمېره اوولس تنه وښوده.

سید شاه سقیم مشال راډيو
XS
SM
MD
LG