د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر ولې مستعفي شو



لیکوالې شامله چوهدري په فارن پالیسي مجله کې د پاکستان په اقتصادي وضع اود راتلونکي نګران حکومت په ذمه وارو یوه مقاله لیکلې ده.


تیره اونۍ د پاکستان د خزانې وزیر حفیظ شیخ د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه. دا فکرکیده چې حفیظ شیخ د حکومت سره په اقتصادي چارو د اختلاف له کبله استعفا ورکړې خو نوموړي پخپله یو شمیر سرچینو ته ویلي ــــــــ هغه ځکه خپل کار پریښودو چې د نګران وزیراعظم لپاره د هغه په نوم غور کیږي.

شامیله چودهري لیکي ــــــ د نګران وزیراعظم په نوم ډیر بحثونه کیږي او ددې دوه بنیادي وجې دي. وړومبې دا چې په ایین کې د شلم بدلون په رڼا کې د نګران حکومت د قایمولو لپاره د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمینځ اتفاق لازمي دي. تراوسه پورې دواړو خواو هرڅو که د یوبل سره پوره جوړ نه دي خو بیا هم د یوبل سره مرسته کوي.

دویم دا چې ـــــــ نګران حکومت به ددې ذمه وار وي چې د آی ایم ایف سره د پاکستان د اقتصادي ستونځو د هواري لپاره کار وکړي.

لیکواله زیاتوي ـــــ د پاکستان د حکومت یو شمیر اقتصادي کارپوهانو په نظر د هیواد موجوده اقتصادي حالت تر ډیره وخته نه شي چلیدای او امکان دی چې د آی ایم یف له خوا مرستو ته ضرورت اولري.

او له دې کبله دا پوښتنه نوره هم مهمه ده ـــــــــ چې د نګران حکومت مشري به څوک کوي؟ دا به ارومرو داسې یو څوک وي چې د سیاسي ګوندونو د مرستې سره سره د پوځ، سپریم کورټ او کاروباري خلکو مرستې هم ترلاسه کړي. او په ټاکنو کې د غوره شوي حکومت تر جوړیدو پورې د آی ایم ایف او نګران حکومت ترمینځ معاملې سمبالې کړي.

لیکواله په پای کې لیکي ــــ چې په دې کې یوه ستونځه ده ـــــ او هغه دا چې کله یو ځل د سیاسي ګوندونو د واک موده پای ته ورسي نو نګران حکومت به ددې جوګه نه وي چې د هغوی له خوا د آی ایم ایف سره شوې لوظونه پوره کړي.
XS
SM
MD
LG