د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچاحان د نجونو ډګري کالج پرانستنه





غلام غوث مشال ریډیو

د خیبر پښتونخوا د پېښور بالا ماڼۍ کې باچا خان د نجونو ډګري کالج پرانستل شو. له دغه سیمې د اسمبلۍ غړي او صوبایي وزیر سید عاقل شاه د کالج پرانستلو پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې عوامي نېشنل ګوند د امن او تعلیم د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

(د دوزره اتم کال له ټولټاکنو ورستو اسفندیار ولي خان چې په قامي اسمبلۍ کې تقریر کړی وو، هغوی ویلی ول چې،”زه ټولې دنیا ته خواست کوم او د پاکستان دننه او د پاکستان نه بهر قوتونو ته خواست کوم چې زموږ ماشومانو ته دې د ځانمرګو واسکټونو پر ځای د سکول بستې ورپغاړه کړي او د بم پر ځای دې ورته قلم ورکړي،“ او موږ تل د امن او تعلیم پرچار کوو)

پر دې مهال د لوړو زدکړو د صوبایي محکمې سیکرېټرې فرح بي بي مشال راډیو ته وویل، چې موجوده حکومت په صوبه کې د ۶۰ کالجونو جوړولو منظوري ورکړې ده چې په کې ۴۶ کالجونه د جینکو لپاره جوړېږی او کار پرې روان دی:(د جینکو تعلیم د هلکانو د تعلیم نه ډیر ضروري دی او له دې وړاندې په ۶۰ کلونو کې ۴۶ د جینکو کالجونه په دې صوبه کې جوړ شوی وو او موجوده حکومت ۴۶ نور د جینکو کالجونو منظوري ورکړې ده او کار پرې روان دی)

د باچاخان ګرلز ډګری کالج پرنسپلې صفیه ګل مشال ریدیو ته وویل چې د پیښور صدر سره نزدې علاقه کې د جینکو سرکاري کالج نه وو او دا به د جینکو د تعلیم په پرمختګ کې ډیر ښه رول ولوبوي-

د پیښور صدر سره نزدې په بالاماڼۍ کې د باچاخان ډګري کالج د پرانستنې په دستوره کې چارواکو د جینکو په تعلیم باندې ټینګار وکړ او دا یې د جینکو د تعلیمي پرمختګ لپاره یو مهم ګام وبللو.
XS
SM
MD
LG