د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني د قبایلو خبریالانو ته روزنه ورکوي


د قبایلي سیمو خبریالان
د قبایلي سیمو خبریالان


فرهاد شینواری خیبر

د جرمني یوې ترقیاتی ادارې (جې آی زېډ) په مرسته سره د پېښور یونیورسټۍ په جرنلزم څانګه کې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا ۱۵ خبریالانو لپاره د ( ډېولېپمنټ جرنلزم) په موضوع د دریو میاشتو روزنیزه زدکړه پیل شوې ده.

د یادې ادارې چارواکي وايي، چې په دې روزنه یا تربیت سره به دغه خبریالان په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې پر ترقیاتي کارونو ژور نظر ساتي او د دغو سیمو د خلکو بنیادي غوښتنې به رابرسیره کوي، او له دې روزنې یا تربیت سره به دغه خبریالان د یادو سیمو په ترقۍ کې ښه رول ولوبوي.

د دغه کورس د مقصد په باب د جرمنی ترقیاتی ادارې (جي آی زیډ) سینیر کو آرډينېټر محمد عاطف مشال ریډیو ته وايي چې(( په قبایلی سیمو کې چې کوم ترقیاتی کارونه روان دي په هغه کې موږ یو کمی دا محسوسولو چې په دې اړه د ځايي خلکو څه تاثرات دي او دوی څه څه غواړی، او چې دغه معلومات او غوښتنې یې په کره توګه هغو ادارو ته ورسی چې کومې ادارې دلته دې خلکو د ښیګړې له پاره کار کوي،چې د ځايي خلکو د خوښې مطابق بیا د دوی لپاره کارونه وشي،او په دې کې دغه خبریالان د خپل رپورټنګ په زریعه دا هر څه کولای شي))

په دې کورس کې شریک د مومندو ایجنسۍ سره تعلق لرونکۍ یو خبریال واجد مومند وايي چې(( د تربیت حاصلولو نه پس به په قبایلي سیمه کې د خپل رپورټنګ په زریعه د خلکو مسلې په ښه توګه مخې ته راوړو،او چې د دغې سیمې د خلکو څه خواهشات او امیدونه وي هغه به رابرسیره کوو))

دا چې په دې کورس کې تربیت اخیستونکو خبریالانو تر اوسه څه زده کړې کړې دي؟ په دې باب خبریاله ثنا اعجاز وايي چې((دامې زده کړل چې د صحافت مثبت استعمال او اصلي مقصد څه دۍ،او په خپلو راپورونو کې دانساني ښیګړې او ترقۍ لپاره چې کوم څیز مهم دۍ چې پر هغه کار وکړو))

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې چارواکي وايي چې دوی به د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا نه نورو پینځه لسو خبریالانو ته هم دغه تربیت ورکوي او د دې له پاره خواهش لرونکي خبریالان خپل اسناد د فرورۍ میاشتې ۲۸ نیټې پورې د پیښور یونیورسټۍ په جرنلزم څانګه کې جمع کولای شي،چې د یو ټیسټ او انټرویو نه پس به ترې یوازې پینځه لس خبریالان غوره کېږي.
XS
SM
MD
LG