د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې به خپله لیکنه خپله سېنسروې"


وال سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې خپله يوه مقاله د تېرې اونۍ په پای کې د پاکستان په لاهور ښار کې په اول ځل جوړې شوې د يوې ادبي مېلې حال ته ځانګړې کړې ده.

په مقاله کې ويل شوي، دغې مېلې ته ګڼ خلک، د دې لپاره چې د پاکستان د ځينو نوموتو اديبانو د کار او هم د دغه هېواد د حالاتو په اړه د هغوئ څرګندونې واوري، ورغلل.

د مقالې په ليکنه، د دغې دوه ورځنۍ غونډې پر بحثونو تر ډېره پاکستان ته په ورپېښو اوسنيو ستونزو، لکه فرقه ييز تاوتريخوالی، ورځ تر بلې خرابېدونکی امنيتي وضيعت او د دې هېواد د حکمرانانو نااهلۍ سيوری غوړولی و.

مقاله کاږي، د لاهور د ادبي مېلې د لومړۍ ورځې د نشست خوند هغه مهال خراب شو کله چې د ياد ښار په الحمرا نومي هال کې شاوخوا لس زره خلک ناست و او ناڅاپه بجلي لاړه. ورځپاڼې د مېلې د تنظيموونکې ادارې د مشر نصرت جميل په حوال ليکلي چې دا هغه ستونزه ده چې ۷۰ کالونه مخکې يې د پېښېدو تمه لرل کېدای شوه.

د مېلې د تېرې شنبې د ورځې د بحث موضوع، چې د پاکستان نومياليو ليکوالانو دانيال محی الدين او موني محسن برخه په کې واخيسته، دا وه چې آيا دا خبره ريښتيا ده چې ليکوالانو د هېواد پر ځينو ستونزو ځانونه غلي کړي او په خپلو ليکنو کې يې نه دي شاملې کړي؟

په مقاله کې د مېرمن محسن وينا راخيستل شوې چې ويلي يې دي، د پاکستان د ملايانو په اړه يې ځکه څه نه دي ليکلي چې پر دغه موضوع ډېره نه پوهيږي.

دغه راز د ليکوال محی الدين له قوله ويل شوي، د پاکستان په رنګ هېواد کې چې ليکل کوې نو خپل ځان به پخپله سېنسروې.

د لاهور په ادبي مېله کې پر اردو او انګريزۍ ژبو د ليک کولو موضوع هم تر بحث لاندې راغله. ليکوال علي فاروقي په خپلو خبرو کې وويل، په انګريزۍ ژبه چې کوم ليکل کېږي هغه تر ډېره د پاکستان له نظرياتي اساس سره سمون خوري. نوموړي زياته کړه، که په پاکستان کې په اردو ژبه چاپي خپرونې زياتې شي نو دی به هم اړ شي چې د خپلو ليکنو لپاره هم دغه ژبه وکاروي.
په مقاله کې د ايچ ايم نقوي په نوم د يوه ليکوال خبره هم راخيستل شوې چې وايي، په پاکستان کې د ليکنو لپاره انګريزي او اردو يو شان کارول کېږي او دا چې دغه دواړه ژبې دې هېواد ته له بهره وارد شوي دي.
XS
SM
MD
LG