د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ د خپلو حقونو لپاره کلکه مبارزه کوي


دبلوڅ بیلتون پالې ډلې یو مشر الله نظر بلوڅ
دبلوڅ بیلتون پالې ډلې یو مشر الله نظر بلوڅ

ژباړه: هارون باچا


له پاکستانه خپرېدونکې د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې ويل شوي، په دغه هېواد کې له ۱۹۷۴ م کال راهيسې زرګونه بلوڅ وګړي ترۍ تم کړل شوي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

د ورځپاڼې په ليکنه، دا په داسې حال کې ده چې له دغو ورکو شويو بلوڅوڅخه د ۷۰۰ هغو شکنجه شوي مړي د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې ښخ کړل شوي دي.

په مقاله کې راغلي د بلوڅو پر ضد د کېدونکيو تېريو په اړه د پاکستان ايسټيبلېشمنټ د خندا وړ وضاحتونه او بهانې وړاندې کوي، او غواړي د دغه هېواد خلک پر دې قانع کړي چې د يادې صوبې حالات د ځينو بهرنيو کړيو په لمسه خراب کړل شوي دي.

د مقالې ليکوال وايي، د پيپلز ګوند سينيټر رضا رباني څو ورځې وړاندې سينيټ ته په خپله وينا کې هڅه وکړه چې د کویټې د شيعه هزارګانو پر ضد شوی وروستی خونړی بريد د پاکستان د حکومت لخوا د ګوادر بندرګاه چين ته د ورکولو له پرېکړې سره وتړي. د مقالې د ليکوال په خبره، نوموړي سينيټر غوښتل خلکو ته باور ورکړي چې په سيمه کې دغه ناارامي امريکا او هند، چې د چين مخالف دي، په شريکه رامنځ ته کړې ده.

په مقاله کې ويل شوي، سينيټر رضا رباني، چې د پاکستان په پارليمان کې د قامي امنيت د کمېټې مشري پر غاړه لري، تېره سيپټمبر مياشت يې پاکستان ته د ملګرو ملتونو د هغه پلاوي پر سفر اندېښنه ښودلې وه چې هدف يې په دغه هېواد کې د سړي غايبونې د پېښو څېړنه کول وو.

ډيلي ټايمز ليکي، اصلي سازش دا دی چې له ۱۹۴۸ م کال راهيسې د بلوچانو او له ۱۹۹۹ م کال راهيسې د هزاره ګانو پر ضد د پاکستاني رياست په ملاتړ د روان زور زياتي مسئله رابرڅېره کېدو ته پرېنښودی شي.

په مقاله کې روان کال د کوټې د شيعه هزاره ګانو پر ضد د شویو دوو غټو بريدونو په يادولو سره ، چې لشکر جنګوي يې پړه پر غاړه اخيستې، ويل شوي چې که د سينيټر رضا رباني خبره رښتيا وګڼل شي نو بيا خو دغه ډله لګيا ده د چين د دښمنانو لپاره کار کوي.

د مقالې د ليکوال په خبره، تېره جنورۍ مياشت په بلوچستان کې د ګورنر د واکمنۍ تر لګولو وروسته، پاکستاني حکومت د بلوڅو پر ضد خپل عمليات پراخه کړي او د لشکر جنګوي هغو پر ضد يې ځان غلی کړی دی.

په مقاله کې پر پاکستانيو مطبوعاتو هم نيوکه شوې چې د ليکوال په وينا، د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو مرکې خو خپروي، خو بلوڅ بيلتون خوښي ليډران يې بيخي له پامه غورځولي دي.

مقاله کاږي، بلوڅ د دوی پر ضد د کېدونکي حکومتي زياتۍ پر وړاندې کلک مزاحمت کوي او پوخ تصميم يې نيولی چې د خپلې خاورې او خپل تاريخ او کلتور د حفاظت لپاره به د خپلو ځانونو قرباني کولو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG