د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارپوهان وايي ( طالبان له برمه پرېوتل )


 د پاکستاني طالبانو د غورځنګ مشر حکیم الله محسود
د پاکستاني طالبانو د غورځنګ مشر حکیم الله محسود

مجيد بابر

په پاکستان کې د فاعي څیړونکي وايي ،په دي ورستيو کې د وسله والو طالبانو لخوا په پیښور او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کی ترسره شوي ځانمرګي بريدونه ښکاره کوي چې د پخوا په پرتله په دغو بریدونو کې پخوانی مهارت نه ترسترګو کیږي.


په پیښور کې د پاکستان د پوځ پخوانی بريګیډیر اسد منير وايي چې د کله نه د وسله والو دطالبانو مهم کمانډر قاري حسين وژل شوی چاچې ځان مرګو بریدونو ته خلک تربیه کول ، د وسله والو طالبانو لخوا مختلفو اهدافو ته ليږدول شوي ځان مرګی بريدګر په خپلو مقصدونو کی بريا نه مومي. نوموړی زياتوی:

(( چي دا تيره مياشت دوی کوم بريد په پيښورکي په باچا خان هوايي ډګر پلان کړی و ، دا هم هغسې و کوم چی دوی پر جلال اباد هوايي ډګر کړی و ، خو هلته افغان او دلته پاکستاني طالبان هم د ناکامۍ سره مخ شول، د دې يوه وجه دا ده چې امنيتي ادارو اوس امنيت لږ پياوړی کړی دی، او بله وجه دا ده چې قاري حسين له کله نه په ډرون بريد کي وژل شوی نو ددوی دغه د ځان مرګو بريد کونکو فعاليتونو کی مهارت نه تر سترګو کيږي، ځکه چې هغه په دی معاملو کي ډير مهارت درلودو. ))

خو پیښور کې د جرمونو او د تشدد د پيښو څیړونکی خبر يال جان افضل بيا وايي چې له کله نه د وسله والو طالبانو لخوا د بمونو جوړولو ماهر بدر منصور او د ځان مرګو روزونکی قاري حسين وژل شوي ، طالبانو خپله کړنلاره بدله کړې ده او اوس هغوی په هدفي وژنو زياته توجه مرکوزه کړې ده:

((که تاسو وګورئ نو په تيرو څو کلونو کي دوی چې کوم هدف ته رسيدل غوښتل هغه هدف ته رسيدلي دي، لکه دوی غوښتل چې بشیر بلور په نښه کړي ، نو که څه هم دغه هدف ډير وخت واخیستو، خو دوی اخر هم خپل هدف ته ورسيدل، ددې نه علاوه هغه پوليس افسران چې د دوی پر ضد زيات فعاله وو، هغه يې هم په هدفي وژنو کی په نښه کړل، نو که څوک دا نظر لري چې اوس ترهګري په هغه کچه نه کیږي کومه به چې مخکې کيده، زما په نظر ترهګري کمه شوې نه ده بلکې د دوی کړنلاره بدله شوې ده ، او دوی چی کوم هدف ته رسيدل غواړي، هلته دوي رسي. ))

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډیر اسد منير زياتوي چې د پاکستاني طالبانو د کمزورۍ يوه بله وجه د امريکايي ډرون الوتکو بريدونه هم دي:

(( طالبان په رښتوني مانا ډرون بریدونو تباه کړي دي، دوی که له يوې خوا د ډيرو سيمو نه پاکستاني پوځ بې دخله کړي دي، نو له بلې خوا ډرون بريد ونو کې هم د دوی ډير مشران وژل شوي دي، او طالبان په خپله مني هم چې ډرون بريدونو کې د القاعده، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او په خپله د طالبانو له اویاوو څخه زیات مهم مشران وژل شوي دي. ))

د پاکستان د حکومتي چارواکو په وینا تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دغه هيواد کې څه د پاسه ۴۰ زره عام وګړي په بيلا بيلو پيښو کی وژلي، په زرګونو نور یې ژوبل کړي او په لکونه نور يې بي کوره کړي دي.
XS
SM
MD
LG