د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمت شا سایل د جدیدې شاعرۍ استازی


رحمت شا سایل د خالد خان پوښتنې ځوابوي
رحمت شا سایل د خالد خان پوښتنې ځوابوي


رحمت شا سایل د پښتو ژبې پیژندل شوی شاعر د هر پښتون په زړه کې اوسیږي ځکه چې دې کس د زړه نه د شاعرۍ د لارې د پښتنو خدمت کړی دی.


دهغه هنري ژوند خو ټولو ته معلوم دی چې هغه یوښه لیکوال ، شاعر او خبریال دی خوراځۍ دهغه د ژوند دکتاب څه داسې پاڼې هم را واړوو چې ښايي ډیرو ته به نه وي معلومې :

رحمت شا سایل وايي ددوی په کلي ( ورتېر ) سم راڼیزۍ ملاکنډ کې د پیدایش د ورځو د لیکلو رواج نه و نو ځکه دده اصلي تاریخ پیدایش هم معلوم نه دی ، خو په سرټیفیکیټ او شناختي کارډ کې دده د پیداکیدو کال نولس سوه پنځوس لیکل شوی دی.

رحمت شا سایل په خپل دفتر کې
رحمت شا سایل په خپل دفتر کې


رحمت شا سایل تر څلورم جوماته پورې سبک د سم رانيزو دورتیر کلي په ګورنمنټ پرایمري سکول کې وویلو، خو د سکول د ودانۍ دننه سبک ته یې زړه تنګ شو او د فطرت په لمن کې یې پراخې مطالعې ته بډه ووهله.

ده د سکول دمحدود علم کتابونه ونه لوستل خو د نړۍ د بیلا بیلو علمونو او هنرونو زرګونه کتابونه یې مطالعه کړل او پخپله یې هم پښتو ادب ته دولس کتابونه ډالۍ کړل.

دده اولنی کتاب د ویر په چم کې وار د نغمو دی نومیدو چې پښتنو قدردانو ډیر خوښ کړلو ، دده د شاعرۍ وروستی کتاب ( ستا خبرې د سندرو سرنامې دي ) نومیږي او ښه خبره بیا داده چې اوس ښاغلي سایل نثر ته هم مخه کړې ده. دهغه چاپ شوی دولسم کتاب ( اخري سندره ) نومیږي چې افسانې دي او د خدايي خدمت ګار غورځنګ دمشر باچاخان په اړه یې یو لیکل شوی کتاب همدا اوس د چاپ د مراحلونه تیریږي.

رحمت شا سایل نن سبا د پېښور په باچاخان مرکز کې کار کوي او د پښتون مجلې چیف ایډیټر یا مسوول مدیر دی.

د نوموړي سره د مشال راډیو خبریال خالدخان په مشال مرکه کې خبرې کړي دي، دا مرکه لاندې اوریدلی شئ.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG