د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت به څنګه له وژونکو سره د روغې خبرې کوي؟'


ژباړه : فرخنده وزیر

سرچینه: اسوشي اېټډ پریس اژانس

اسوشي اېټډ پریس لیکي، په پاکستان کې له هغه خلکو هیڅ تپوس نه کېږي، چې د وسله والو طالبانو لخوا ورباندې تشدد شوی، او یا هم په بمي بریدونو کې يې خپل خپلوان بایللي دي.


۱۴ کالن حضرت الله خان په خیبر اېجنسۍ کې په یو موټر بمي حمله کې خپله ښۍ پښه وبایلله.

دی وایي، باید له طالبانو سره خبرې و نه شي، بلکې په ډاګه پانسي کړل شي، او داسې سزا ورته ورکړل شي، چې بیا څوک د داسې کولو فکر ونه کړي.

حضرت الله وایي، د ده څه ګناه وه، چې دی معذوره کړل شو، او دا چې باید له طالبانو سره خبرې ونه شي.

په دې وروستیو کې، د پاکستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو رپورټونه مخې ته راغلل.


حکومت او امنیتي ادارې څنګه له داسې خلکو سره خبرې کوي، چې یو زوی خپلې مخې ته حلال کړي، او بیا د الله اکبر ناره ووهي؟
غضنفر علي

له ۲۰۰۱ کال راهیسې په پاکستان کې په روانې نا امنۍ کې څه نا څه ۳۰،۰۰۰ ولسي خلک او څلور زره امنیتي سرتېري وژل شوي دي، او د طالبانو په زیاتره کارروایانوکې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسوشي اېټډ پریس په پېښور ، قبایلي سیمو، کوټه ، کراچۍ او لاهور کې په بمي چاودنو کې د متاثره کورنیو له غړو سره خبرې کړي دي او دې خلکو د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مخالفت یې کړی.

فاطمین اپریدی چې په خیبر ایجنسۍ کې په یوې بمي حمله کې ژوبل شوی وو، وايي باید له وسله والو سره خبرې وشي، خو پر دوی چې چا حمله کړې، هغوی ته دې سزا ورکړل شي.

اپریدی وایي، په خیبر اېجنسۍ کې په یوه بمي حمله کې ګڅه (چپه یا کیڼه) پښه وبایلله، چې له دې سره یي د کرکټ د یو لوبغاړي جوړیدو خوب هم مات شو.

اپریدی وایي، که چېرې پر ده حمله کوونکي ده ته په لاس ورغلل نو په تود تنور کې به یې سوځل خوښ کړي.

په پېښور کې یو ډاکټر محبوب الرحمان یو نجي روغتون جوړ کړی، چې پکې د فاطمین اپریدي او حضرت الله خان غوندي ماشومانو علاج کېږي.

دی وايي، په روانه بدامنۍ کې څه نا څه ۱۰۰۰۰ ولسي خلکو خپلې پښې لاسونه وبایلل، او ځکه یې د یو داسې روغتون د جوړولو منصوبه جوړه کړه، چې د بد امنۍ په پېښو کې متاثره خلکو ته مصنوعي پښې او لاسونه ولګوي.

اسوشي اېټډ پریس، د کراچۍ د یوې ۱۲ کالنې محضر فاطمه د مور له خولې لیکي، وسله والو لومړی د دې خاوند په ډزو وواژه او وروسته یې د هغې پر لور فاطمې هم ډزې وکړي، او اوس هغه نه شي ګرځېدای.

نوموړې وایي، کله چې دا له خپلې لور سره په روغتون کې وه، نو دې ته به دړکې ورکول کېدې ، چې روغتون دې پرېږدي.

اپریدی وایي، که چېرې پر ده حمله کوونکي ده ته په لاس ورغلل نو په تود تنور کې به یې سوځل خوښ کړي.

فاطمه شیعه ده، او مور یې وایي، د دوی غږ نه حکومت واورېد او نه امنيتي چارواکو، او نه دوی ته انصاف ورکړل شو.

د کوټې د غضنفر علي ۲۴ کالن زوی په لسمه جنورۍ په دې ښار کې ووژل شو.

دی وايي، حکومت او امنیتي ادارې څنګه له داسې خلکو سره خبرې کوي، چې یو زوی خپلې مخې ته حلال کړي، او بیا د الله اکبر ناره ووهي؟

دی زیاتوي، له داسې خلکو سره دوی څنګه د امن خبرې کوي؟
XS
SM
MD
LG