د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د مولوي فقیر له پاره نړیوالو پولیسو ته ځي


احمد الله


اسلام اباد - د پاکستان کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي، د شنبې پر ورځ به له نړیوالو پولیسو سره اړیکی کوي چې له افغانستانه ورته د مولوي فقیر محمد په سپارلو کې مرسته وکړي.


مولوي فقیر محمد د پاکستانیو طالبانو یو لوړی پوړی قوماندان دی چې په تېرو ورځو کې د افغانستان استخباراتي ادارې په ننګرهار کې نیولی دی.

په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت، رحمان ملک وویل، اسلام اباد کابل ته درخواست کړی وو چې مولوي فقیر دې ورته وسپاري خو افغانستان دا کار و نه کړ.

د افغانستان و پاکستان تر منځ د زندانیانو د تبادلې تړون نه شته. البته پاکستان د نړیوالو پولیسو یا انټرپول په ذریعه کولای شي چې له افغانستانه مولوي فقیر وغواړي.
شاه خاور

ملک وویل، پاکستانی حکومت به نړیوالو پولیسو ته یو لیک استوي چې افغان حکومت قایله (قانع) کړي چې فقیر محمد په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمېر پېښو کې ککړی دی او په دې پېښو کې ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل ول، نو کابل باید دی اسلام اباد ته وسپاري چې پر وړاندې یې له پاکستاني قانون سره سم، کارروايي وشي.

په پاکستان کې د قانوني چارو پوه شاه خاور وايي، د افغانستان و پاکستان تر منځ د زندانیانو د تبادلې تړون نه شته. البته پاکستان د نړیوالو پولیسو یا انټرپول په ذریعه کولای شي چې له افغانستانه مولوي فقیر وغواړي.

دی زیاتوي، دا پر افغانستان منحصره ده چې نړیوالو پولیسو ته څه وايي؟

تر دې مخکې، مطبوعاتو ته په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسازي اشاره ورکړې وه چې د دې هیواد او پاکستان تر منځ د زندانیانو د تبادلې تړون د نه شتون له کبله نه شي کولای چې مولوي فقیر محمد اسلام اباد ته وسپاري.

مولوي فقیر افغان امنیتي ادارو په ننګرهار کې نیولی دی
مولوي فقیر افغان امنیتي ادارو په ننګرهار کې نیولی دی
جانان موسا زي په ځواب کې لیکلي ول، په دې وروستیو کې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا مشرانو تر منځ د خبرو پر وخت چې کله افغانانو له پاکستانه غوښتنه وکړه چې طالب زندانیان دې د خوشې کولو پر وخت افغانستان ته وسپاري نو پاکستان وویل چې دوی طالبان افغان حکومت ته نه شي سپارلی ځکه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د زندانیانو د تبادلې تړون نه شته.

په اسلام اباد کې د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوه او خبریال طاهر خان اندېښمن دی چې که دواړه حکومتونه په سړه سینه مسلې هوارې نه کړي نو اړیکي کړکېچن کېدای شي او دواړه هیوادونه به لا نور اغېزمن شي.
XS
SM
MD
LG