د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سینما ګانو نشتوالي د فلمي صنعت مخه نیولې


د کابل په پامیر سینما کې د یوه فلم نندارچیان
د کابل په پامیر سینما کې د یوه فلم نندارچیان
باز محمد عابد

جلال اباد - د افغانستان د ننګرهار د فلمي صنعت لوبغاړي وايي چې په دغه ولايت کې د سينيما نيشتوالي د فلمي صنعت د ودې او پرمختګ مخه نيولې. دوی وايي که دولت په ننګرهار کې د سينيما جوړيدو ته پام وانه وړوي نو د فلمي لوبغاړو فعاليتونه په ټپه ودريږي.


په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ننګرهار کې يو شمير ځوانانو د پښتو فلمونو د صنعت د ودې او پراختيا په خاطر مټې راونغښتي او ډير ژر وتوانيدل چې په لسګونه واړه فلمونه او ډرامې جوړې او د سي ډي په بڼه يې ليدونکو ته وړاندې کړي. که څه هم په پيل کې د سينيماګرانو دغه هڅې وستايل شوې او د سي ډي فلمي صنعت بازار يې تر يوه وخته تود وساته. خو اوس د ننګرهار سينيماګران غواړي چې دولت ورته د په جلال اباد ښار کې سينيما جوړه کړي.

يو تن فلمي لوبغاړی معشوق شاداب وايي چې که دولت ورته سينيما جوړه نه کړي نو ډير فلمي لوبغاړي به زړه ماتي شي. دی وايي:

((تر دې دمه چې دغه لوبغاړي د سينيما له پاره کار کوي او سي ډي فلمونه جوړوي، دا به تر يوه وخته پورې کار وکړي خو زما په نظر که په جلال اباد کې سينيما جوړه نه شي او دغه کوم لوبغاړي چې اوس په فلم جوړولو بوخت دي، د دوی عمر به ډير کم وي، ځکه ځينې لوبغاړي د خپل شوق د پوره کيدو په خا‌طر راځي يو فلم دوه کې به کار وکړي، خو پيشرفت نه شي کولای. که چيرې په ننګرهار کې سينيما وي، نو زما په نظر دلته به زموږ سينيما هم پرمختګ وکړي او لوبغاړي به يې هم تقويه شي. زموږ دولت سينيما ته توجه نه ورکوي.))

د اصف بهادري په نوم يو تن فلم ډایريکټر یا هدایتکار وايي چې د سينيما د جوړيدو په خاطر يې څو ځلې له دولت نه غوښتنه کړې خو چا ورته مثبت ځواب نه دی ويلی.

((د سينيماګرانو لپاره سينيما ډيره ضرور ده. که چيرې نه وي نو زموږ سينيمايي توليدات به همداسې په سپکه پيمانه څرخي. ځکه چې فلم جوړونکی زيات لګښت په فلم باندې نه کوي او که په فلم زيات لګښت ونه شي، نو هغه په زړه پورې نه وي. د سينيما د جوړيدو لپاره موږ د ولايت مقام ته عارض شوي يو، وزارت ته عارض شوي يو، خو تر اوسه پورې زموږ عارضو او شکايتونو ته چا مثبت ځواب نه دی ويلی.))

د ننګرهار د سينيماګرانو د ټولنې مشر نجيب صادق له دولت نه د سينيما د جوړيدو تمه بې ځايه ګڼي.

((زه فکر کوم چې يا زموږ دا چارواکي د سينيما په ارزښت نه پوهيږي او يا مسله داسې ده چې دوی د ځينو فشارونو يا ځينو خبرو له وجې سينيما جوړيدو ته پام نه اړوي، زه فکر کوم چې زموږ دا غوښتنې به هسې بې مانا اوسي.))

د سينيماګرانو د غوښتنو په وړاندې په ننګرهار کې د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح وايي چې دوی مرکز ته د سينيما او تياتر لپاره د هال د جوړيدو غوښتنه کړې، خو تر دې دمه ورته مرکز مثبت ځواب نه دی ويلی.

((د سينيما د جوړيدو او د تياتر یا تييېټر لپاره د يوه هال د جوړيدو وړانديز موږ په مرکز کې د افغان فلم رياست ته کړی دی. خو تر دې دمه پرې چا غوږ نه دی ګرولی. طبعي خبره ده چې دولت همکاري ونه کړي، سينيما جوړه نه کړي، نو عام خلک خو يې نه جوړوي.))

ياده دې وي چې له نن څخه شل کاله د مخه په ننګرهار کې دوه سينيماګانې فعالې وې، چې يوه يې دولتي او بله هغه يې غير دولتي وه چې په دواړو يې اوس سوداګريز مارکيټونه جوړ شوي. د ننګرهار سينيماګران وايي چې که په جلال اباد ښار کې ورته سينيما جوړه نه شي، نو د فلمي صنعت روانه لړۍ به په ټپه ودريږي.
XS
SM
MD
LG