د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیا بیا بریدونو شییعه ګان ویرولي دي




د امريکايي کارپوهانو ډله ( تینک ټېنک) جينز اسلامک افيئرز اينالسټ وايي، د سږني کال په لومړيو کې په کوټه کې دوو لويو بريدونو په پاکستان کې شییعه ګان ويرولي دي چې سني اورپکې ډلې به پر دوی نور تشدد هم وکړي.

د ادارې په خبره په پاکستان کې د شيعه ګانو او سنيانو پيچلی تعلق د ايران او سعودي عرب رقابت اغيزمن کړی دی. دواړو هيوادونو تل په پاکستان او افغانستان کې خپل رول لوبولۍ دی.

د ادارې په وينا په ۱۹۷۹م کال، په ايران کې د آيت الله خمېني په مشري کې راغلي اسلامي انقلاب د سعودي عرب او ايران ترمينځ درز زيات کړ.

د کارپوهانو ډله زياتوي ايراني رژيم هڅه وکړه چې انقلاب نورو ملکونو لکه لبنان، بحرين، عراق او سعودي عرب ته وغځوي خو دغه پاليسۍ سعودي عرب لاهم خبرداره کړی دی.

جینز تینګ ټېنک وايې، په سعودي عرب کې د هغه وخت د پاکستان پخواني ډپلوماټ په روانه مياشت کې ورته وويل چې د نوولس اتيا يمي لسيزې په لومړيو کې سعودي عرب د ايران او آيت الله خميني لخوا خليج فارس ته ورکړل شوی پیغام يو جدي خطر وګڼلی.

دغه دپلومات زياتوي چې سعودي عرب د خپل مقصد ترلاسه کولو لپاره پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد اشغال يوه موقع و ګڼله او د جهاد په نوم يې په پاکستان کې سني اورپکو ډلو ته پيسې او وسلې ورکړي.

د ادارې په خبره دغه تعلق د سعودي عرب لخوا په پاکستان او افغانستان کې د وهابي سوچ مدرسې چلونکو ملايانو د ملاتړ په شکل کې لا هم جاري دی.

دغه ادارې که له يوه پلوه د غر يبو کورنيو حاجت منده ماشومان ته خواړه، د اوسيدو ځای او جامې ورکوي، نو ورسره ورته د سخت ګيره وهابي سوچ زدکړی هم ورکوي.

د جينز ادارې په خبره تردې وړاندي چې دغه شاګردان د جهاد په نوم په سیمه ییزه جګړه کې ښکيل کړل شي دوی ته د وسلو يو خصوصي تربيت ورکول کيږي.

هم دا شان سعودي عرب د ايران اټکل شوي خطر د مخنیوي لپاره په پاکستان کې د شیعه ضد ډلو ملاتړ کوي چې جغرافيايي سياست او نطرياتي ګډوله يې ورته د دليل په توګه برابره کړېده.

بلخوا امريکايي ويب پاڼه لاس اينجلس ټائمز ډاټ کام وايي، په افغانستان کې ډرون بريدونه زيات شوي دي.

ويب پاڼه د امريکا د دفاع وزارت حواله ورکوي چې تير کال امريکايې پوځ په افغانستان کې د ډرون پنځه سوه شپږ بريدونه کړي وو چې دا د دوه زره يوولسم کال په مقابله کې دوه اويا فیصده زيات دي.

وېب پاڼه زياتوي چې په داسې حال کې امريکا خپل عسکر کموي نو د ډرون بريدونو زياتوالی دا خبره په ګوته کوي چې امريکايي قومندانان ښايي د شدت پسندو پر ضد کاروايانو کې پر بې پائلټه الوتکو تکيه کول پیل کړي.

که څه هم ډرون بريدونه په افغانستان کې د شوو مجموعي امريکايې هوايې بريدونو يوه برخه جوړوي خو بيا هم بې پائلټه الوتکو حملې په داسي حال کې مخ په زياتيدو دي چې امريکايې عسکرو له مځکني او هوايې بريدونو پر شا شوي او د عملياتو مشري يې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلې ده.

په دوه زره يوولسم کال کې ډرون بريدونو د مجموعي هوايې حملو پنځه فيصده او په دوه زره دوولسم کال کې يې دوولس فيصده برخه جوړوله.

د ويب پاڼي په وينا په ډرون بريدونو کې زياتوالی د امريکايي ولسمشر باراک اوباما له نوې پاليسې سره همزمانه دی چې دغه تګلاره د طالبانو او القاعده د پاته شونو پر ضد کاروايانو کې د لږو پوځيانو پر شتون تکيه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG