د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونو تر اوسه ۴۷۰۰ کسان وژلي






د فرانسې خبري اژانس لیکي، د بشري حقونو ډلې د بې پیلوټه الوتکو حملو غندنه کوي. په ډرون بریدونو کې د وژل شویو مشکوکو وسله والو شمېر پخوا یو راز وو ځکه چې امریکايي چارواکي د دې پټو حملو په اړه له تفصیلاتو ورکولو انکار کوي.

دا حملې په پاکستان، یمن او نورو ځایونو کې کېږي.

اې ایف پي لیکي، امریکايي رېپبلېکن سینېټر لېنډسې ګراهام په ښکاره ډول د وژل شویو کسانو شمېر ښودلی دی چې د ازادو سرچینو له اټکلونو زیات دی.

ګراهام د بې پیلوټه الوتکو حملو ملاتړی دی.

د امریکا اېسلې پیچ په نوم یوه وېبسایټ د ګراهام له خولې ویلي، دوی ۴۷۰۰ کسان وژلي دي. د ده په وینا، کله کله ملکي وګړي هم وژل کېږي. دی له دې کرکه لري، خو امریکا د جنګ په حالت کې ده او دا چې دوی د القاعده یو شمېر مشران غړي وژلي دي.

په لندن کې د پلټونکي ژورنالېزم اداره یا بیورو آف انویسټي ګېټېف جرنلېزم وايي، په پاکستان، یمن او سومالیا کې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې له ۳۰۷۲ تر ۴۷۵۶ کسان وژل شوي دي.

همدا راز، په واشنګټن کې نیو امیرېکا فاونډېشن وايي، له ۲۰۰۴ز کال راهیسې د ډرون الوتکو ۳۵۰ حملې شوې دي. په دې کې زیاتره د باراک اوباما ولسمشرۍ پر وخت شوې دي.

نیو امیرېکا فاونډېشن اټکل کوي چې په دې حملو کې له ۱۹۶۳ تر ۳۲۹۳ پورې کسان وژل شوي دي چې په کې له ۲۶۱ تر ۳۰۵ پورې ملکي وګړي دي.

نو دې شمېر ته چې ولیدل شي نو د ګراهام ورکړل شوی شمېر تر زیات دی.

امریکايي استخباراتي ادارې او سپینه ماڼۍ د دې حملو په اړه مالومات نه ورکوي خو چارواکو دا ویلي دي چې په دې حملو کې یو څو ملکي وګړي وژل شوي دي.

اې ایف پي لیکي، پر دې سربېره چې پر ډرون بریدونو د کانګرس غړي او د حقونو فعالان تنقید کوي، خو ګراهام پر دې الوتکو د اوباما تکیې یا انحصار دفاع وکړه.

ده وویل: ((دا وسله باید وکارول شي. دا ټاکټیکي یا ټیکټیکل وسله ده. ډرون یو وسله وال هوايي ګاډی یا الوتکه ده.))

په پاکستان او یمن کې چې د ډرون الوتکو بریدونه کېږي نو هغه د امریکايي مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې تر مشرۍ لاندې کېږي او پټ ساتل کېږي. خو په افغانستان کې د ډرون الوتکو حملو واک له امریکايي پوځ سره دی او په دې اړه مالومات پټ نه ساتل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG