نن په اسلام آباد کې په هفته واره خبري غونډه کې د خبرو په وخت د پاکستان د خارجه دفتر ویاند معظم احمد خان اوویل چې تېره شپه د افغانستان د خارجه چارو وزیر زلمي رسول او د پاکستان خارجه چارو وزیری حنا رباني کهر په ټيلي فوني خبرو کې د فقیر محمد د نیول کېدو پخلی وکړ. او پاکستان له افغان حکومته د هغه د ورسپارلوغوښتنه کړې.
نوموړي وویل،
((زلمي رسول حنا رباني کهر ته د مولوي فقیر محمد د نیونې په حقله معلومات ورکړل. پاکستان د افغانستان لخوا د معلوماتو د ورکولو مننه کوي چې په اصل کې دا د دواړو هیوادونو تر مینځ مخ په زیاتیدونکي همکاري او باور ښيي. خارجه وزیری دا هیله هم څرګنده کړه چې څومره زر ممکن وي هغه به ورته و سپارل شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ګل په ورځ یو نا څرګنده افغان چارواکي رسنیو ته ویلي وو چې مولوي فقیر محمد د ننګرهار ولایت په مومندره ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
په پېښور کې رحیم الله یوسفزۍ وايي، که څه هم پاکستان د مولوي فقیر محمد د ورسپارلو غوښتنه کوي خو د ده په تر اوسه پاکستان و افغان حکومت ته په خپل ملک کې هیڅ خوشی شوی طالب نه دی سپارلی نو دا په راتلونکې کې مالومه شي چې د مولوي فقیر محمد د ورسپالو غوښتنه څومره عملي کېږي.