د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوازشریف مسلم لیګ او د لشکر جهنګوي تعلقات؟


د مسلم لیګ مشر نواز شریف او د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق.
د مسلم لیګ مشر نواز شریف او د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق.


راپور مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې پر شییعه ګانو د زياتېدونکو حملو چې زياتره وخت يې لشکر جهنګوی ذمه واري قبلوي، وروسته د دې هيواد په ميډيا کې د حزب اختلاف د لوی ګوند مسلم ليګ ن او لشکر جهنګوي ترمينځ پټ تعلق د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده .

تيره ورځ(چارشبنه) آن د پاکستان د داخله چارو وزير رحمان ملک پر پنجاب حکومت ږغ وکړ چې د ناقانونه ګرځول شوي تنظيم لشکر جهنګوي پر ضد دې کاروايي وکړي ګنې نو مرکزي حکومت به يې پخپله وکړي.

آيا په رښتيا هم مسلم ليګ ن له لشکر جهنګوي سره پټ اړيکي لري ؟

( په دوه زره اتم کال کې انتخابات وشو نو د دوی ترمينځ يوه دوستانه رشته جوړه شوه. د لشکر جهنګوي او مسلم ليګ ن ترمينځ يوه معاهده وشوه چې مولانا لدهیانوي ور وکړه. معاهده دا وه چې شهباز شريف به له بکهر څخه د اسمبلۍ پر نشست مقابله کوي چې وروسته به وزيراعلی جوړيږي. نو هم په دې نشست به د ده مقابله د لشکر جهنګوي د مشر ملک اسحاق له کشر ورو سره کيدله. د تړون له مخې د ملک اسحاق ورو به شهباز شریف ته کښېنې او پر ده به وژونکې حمله هم نه کوي.

ددې په ځواب کې به، که چرته هيڅ يوه عدالت هم ملک اسحاق ته سزا ورنه کړه نو مسلم ليګ ن به يې له بنده خلاصوي او دده ملګرو ته به نوکرياني ورکوي. نن رشته دا ده چې ملک اسحاق په رحيم يار خان کې په خپل کور کې دی او دا مې اوريدلي دي چې هلته تعينات پوليس افسرانو ته حکم ورکړل شوی دی چې د ملک اسحاق هره خبره و مني. بله فيصله، په دوه زره ديارلسم کال کې په کېدونکو انتخاباتو کې د دواړو ترمينځ د انتخابي اتحاد شوې ده. لشکر جهنګوي چې د اهل سنت و الجماعت په نوم رجسټر ده، درې يا څلور سيټونه له جنوبي پنجاب ورکول کيږ ي او په بدله کې به دوی په جنوبي او مرکزي پنجاب کې د مسلم ليګ ن حمايت کوي.)

په امريکا کې میشت څيړونکی او ليکوال ډاکټر محمد تقي بيا د مسلم ليګ ن او لشکرجهنګوي ترمينځ پراخېدونکي تعلق ته سياسي او فکري اتحاد وايي.

دده په خبره کله چې جنرال مشرف په ۱۹۹۹م کال کې د نواز شريف حکومت ختم کړ او د هغه کورنۍ په سعودي عرب کې ميشته شوه نو د ډاکټر تقي په خبره، هلته د نواز شريف پر سوچ وهابي فکر غلبه شو.

د نوموړي په خبره له جدې څخه د ستنيدو وروسته د ميا نواز شريف بريلوي اندز فکر بدل شوی دی. د ده په خبره دواړه وروڼو به پخوا په داتا دربار کې حاضري ورکوله خو اوس داسې ډير کم ليدل شوي.

ډاکټر تقي دا هم وايې چې ميا برداران د لشکر جهنګوي له مشر ملک اسحاق سره په سعودي عرب کې ليده کاته هم شوی وو. دده په خبره داسې رپورټونه هم ورکړل شوي چې د شهباز شريف په مشري کې پنجاب حکومت ملک اسحاق ته هر مياشت وظیفه هم ورکوي خو البته د پنجاب د قانون وزير ويلي چې دا کار دوی د عدالت په حکم کوي.

خو د مسلم ليګ ن د اطلاعاتو مرکزي سيکټري صديق الفاروق پر ځای د دې چې د لشکر جهنګوي او د دوی د ګوند د تعلق په اړه د مشال ريډيو د پوښتل شوې پوښتنی ځواب ووايي نوموړي برعکس دا تور ولګولی چې مخالفين په تيره بيا پيپلز پارټۍ پر دوی بې ځايه الزامونه لګوي.

( تر ټولو له مخه مسلم ليګ ن او نوازشريف د ترهګری پر ضد قانون جوړ کړی، د دهشت ګردي خلاف عدالتونه يې جوړ کړل او هم دغو عدالتونو ترهګرو ته سزاګاني واورولې. خپله نواز شريف چې کله کور ته په لاره وو نو دهشت ګردانو په لار کې جوړ پل والوزولی او د نواز شريف ژوند خدای پاک بچ کړی. زموږ مخالفين په تیره بيا پيپلز پارټی، نړی په خصوصي توګه يورپ ته خپل ځان غير جانبداره او تش په نامه سيکولر ښکاره کولو په خاطر په مسلم ليګ ن الزامونه لګوي.)

که څه هم مسلم ليګ ن له لشکر جهنګوي سره په ښکاره له تعلق انکار کوي خو په پاکستان کې زياتره کارپوهان او څيړونکي د ثبوتونو پر بنياد د دوی تعلق ثابتوي.
XS
SM
MD
LG