د لاسرسي ځای

تازه خبر

هشتنغرۍ کې چاودنې ۲۱ تنه ژوبل کړل


د بمي چاودنې یو ژوبل تن پد پېښور په لېډي ریډینګ روغتون کې.۲۱ فروري ۲۰۱۳م کال
د بمي چاودنې یو ژوبل تن پد پېښور په لېډي ریډینګ روغتون کې.۲۱ فروري ۲۰۱۳م کال


غلام غوث مشال ريډيو

پيښور:په پيښور هشنغرۍ کې د فقير آباد سوري پل سره نزدې د شاد مارکېټ په نوم د موبائيلونو په يو مارکېټ کې نن غرمه د يو ريموټ کنټرول بمي چاودني له امله ٢١ تنه ژوبل شوي دي چي د دريو تنو حالت په کې نازک ښودل کېږي-

په دي لړ کې د ليډي ريډنګ روغتون ډي ايم ايس ډاکټر عبدالماجد قريشي مشال ريډيو ته وويل((ټول يې ٢١ ټپيان راوړي دي، په هغو کې د دريو حالت نازک دی او په او ټي يا اپريشن خونه کې یې عملیات روان دي،باقي ١٨تنه برسېرن ټپیان دي.))

د چاودني د نوعيت په باب د بمونو ناکاره کولو يا بم ډسپوزل سکواډ مشر اي آئي جي شفقت ملک د پيښې په ځای کې خبر يالانو ته وويل چي په چاودنه کې دوه کلوګرامه چوونکې مواد کارول شوي وو((دا يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه وه او دوه کلو مواد په کې کارول شويدي،او د اوسپني چرې په کې هم اچول شوې دي. او چي کوم خلک ټپيان شوي هغوی هم له چرو ټپيان شويدي،او دا ځای ډير تنګ دی او د دوکانونو دروازې بندي وې نو ځکه يې دوکانونو ته ډير زيان اړولي دي))

د پيښي يو څو ټپيانو له مشال ريډيو سره په خبرو کې د خپلو کاروبارونو د خرابيدو په اړه انديښنې وښودلې او له حکومته یې د امنيت پر ځای کولو غوښتنې وکړي يو تن ټپي عبد الرحيم وويل((دلته درې څلور مياشتو نه زموږ دوکان وو، دوه نيم لکه تاوان وشو ،چې دا چاودني کېږي کاروبار به ټول خراب وي، د حکومت نه به څه غوښتنه وکو؟امن دې راولي، او دهشت ګرد دې ختم کړي))

يو بل ټپي عتيق چي په دغه مارکېټ کې يې د موبائيلونو دوکان لرلو، چې له چاودنې تباه شوي دی او په زخمي حالت کې په ليډي ريډنګ روغتون کې په کټ پروت وو مشال ريډيو ريډيو ته يې وويل((څه به ووايو اوس به بل روزګار چرته ګورم، دا روزګار خو مې خراب شو،بس مخکې به د الله نه تمه لرم، د حکومت نه به بس دا غوښتنه کوم چي حالات دې سم کړي،امن دې راولي او امنيت دې ټينګ کړي))

په پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهیسي موبائيل او سي ډي دکانونه په نښه کېږي- تر دې دمه د پيښي ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخیستې-
XS
SM
MD
LG