د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م د چارټر له مخې دې پښتو د تعلیم ژبه شي





سراج ظهير- مشال راډيو

اسلام آباد:- نن د پاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ مانځل کيږي چې مقصد يې دا دې چې په قامونو کې دا شعور راپيدا کړې شي چې هر بچي ته دې لومړۍ زده کړې په مورنۍ ژبه کې وروښودل شي.

په ١٩٩٩م کال کې د ملګرو ملتونو د تعليم ، ساينس او کلتور ادارې يونيسکو لخوا اعلان وکړل شو چې هر کال په يويشتمه فرورۍ به د مورنيو ژبو ورځ لمانځل کېږي.

د اقوام متحده د چارټر مطابق هر بچي ته په خپله مورنۍ ژبه کې لومړۍ زده کړې ښودل کيږي نو بايد چې په پاکستان کې هم د هر قام بچي ته دا حق ورکړل شي.
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن

له تاریخي پلوه ۲۱مه فرورۍ هغه ورځ ده، کله چې په ۱۹۵۲م کال د مخکیني مشرقي پاکستان (اوسني بنګله دېش) په پلازمېنه ډاکه کې پر هغه زدکونکو چې د بنګالي ژبې سرکاري ګرځولو لپاره یې لاریون رویستلی وو، د هغه وخت د پاکستان پولیس ډزې وکړې او یو شمېر بنګالی زدکونکی یې وژلي وو. همدا ورځ د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځول شوه. او په لومړي ځل په ٢٠٠٠ م کال کې په يويشتمه فرورۍ د مورنيو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

په پاکستان کې هم ددې ورځې په مناسبت سيمنارونه لاريونونه او نورې دستورې ولمانځل شوې.چې په کې د مورنيو ژبو په اهميت رڼا واچول شوه.

پښتنو شاعرانو اديبانو او وطنپاله طالبعلمانو او نور د مدني ټولنو سره تړلیو خلکو په دې غرض لاريونونه ترسره کړل.

د مردان شاعر اديب او وکيل اکبر هوتي وويل، چې نن د مورنيو ژبو په اړه موږ دوه پروګرامونه ترسره کړي دي چې يو د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د طالب علمانو سانګه ده هغوی د امن لاريون د مردان کالج چوک نه تر پريس کلب پورې وشوو چې په کې د طالب علمانو نه سربيره وکيلانو ،سياستوالو او شاعرانو او اديبانو ګډون وکړو. او په دې لاريون کې غوښتنه وکړل شوه چې د اقوام متحده د چارټر مطابق چې هر بچي ته به په مورنۍ ژبه کې لومړۍ زده کړې ښودل کيږي نو بايد چې په پاکستان کې هم د هر قام بچي ته دا حق ورکړل شي.

له دې روستو د ادبي دوستانو مرکه مردان او د کلچر ډيولپمنټ ارګنايزيشن مردان لخوا په ګډه يو سيمنار تابيا شو چې پکې د حکومت څخه غوښتنه وکړل شوه چې د پښتنو بچو ته دې ابتدايي تعليم په مورنۍ ژبه ورکړل شي ځکه چې د د ملګرو ملتونو په چارټر باندې پاکستان هم لاس ليک کړی دی نو بايد چې د پاکستان حکومت په خپل دغه تړون یا لوظنامه عمل وکړي او ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې په دې پروګرام کې هم د شاعرانو اديبانو نه پرته يو شمير نورو شخصياتو ګډون وکړ او د پښتو ژبې په ارزښت يې رڼا واچوله.

کله چې مشال راډيو د کراچۍ د پښتو پاله پښتنو د مورنيو ژبو لړ کې د دستورو په اړه د اتفاق پښتو ادبي جرګې صدر ساګر تنقيدي نه وپوښتل نو نوموړي وويل چې دوی په دې مناسب سره يوه مشاعره تابيا کړي وه او له دې روستو يې لاريون هم ترسره کړو.

ساګر تنقيدي زياته کړه، چې په کراچۍ تر پنځوس لاکه زيات پښتانه مېشت دي خو د دوی لپاره هيڅ داسې بندوبست نشته چې د هغوی ماشومان په پښتو کې ليک لوست زده کړي او دوی په دې لړ کې څو وارې د سيند حکومت ته د پريس ريليز يا نورو دستاويزاتو په ځاندره کې ياداښتونه کړيدي چې که ډيره نۀ وي نو يواځې دې د هغه سيمو په سکولونو کې د پښتو مضمون لازمي ورګرځول شي چې د پښتنو ابادي په کې ده.

د کوټې یو شاعر او اديب صادق ژړک وايي، چې د پاکستان نه د بنګال جلا کيدلو وجه هم دا وه چې هغوی ته یې د خپلې مورنۍ ژبې حق نۀ ورکولو چې له وجې یې د بنګالۍ ژبې طالب علمانو خپل تحريک پيل کړ او له پاکستانه جلا شول. نو نن په پاکستان کې هغه کيسه يو وارې بيا روانه ده چې د ملګرو ملتونو سره د لوظنامې باوجود هم موږ ته دا حق نۀ راکول کيږي چې خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه کې ابتدايي زده کړې ورکړو.

صادق ژړک وويل چې په دې غرض موږ د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه په کوټه پريس کلب کې دا ورځ ولمانځل شوه او په دې کې پښتنو ، بلوڅانو ،براهويانو او هزارګانو مشرانو شاعرانو اديبانو د خپلو ژبو د اهميت په اړه مقالې واورولې او غوښتنه يې وکړه چې مورنيو ژبو ته دې خپل حق ورکړل شي.

همداراز ژبپوهان شاعر اديب ډاکټر راجولي شاه مشال راډيو ته وويل چې تر لسم پورې چې زموږ ماشوم رسي نوايله يې اردو لږه ډيره زده کړې وي او دغه رنګ بيا وروستو هغه ته انګريزي ښودل کيږي نو دا دغه ماشوم ته يوه بله مسله ورپيښه کړي نو ځکه د د نيا له قامونو سره په روانه سیالي او زغل کې زموږ خلک وروستو پاته دي، نړۍ او قامونو هم منلې ده او د مذهب له لوري هم دغه اجازت دى چې يو ماشوم ته بايد زده کړې په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي او مورنۍ ژبه دا ده چې هغه يو کلتور سازوي او دغه رنګ به د پاکستان دا قامونه هم مخ په وړاندې لاړ شي.

د ذکر وړ ده چې په پيښور کې هم شاعرانو اديبانو او نورو ژبپالو د دې ورځې په مناسبت دستورې او لاريونونه ترسره کړل او د مورنيو ژبو ارزښت يې خلکو ته په ګوته کړلو.

دا دې هم ياده وي چې د يونيسکو د يو راپور ترمخه له ١٩٥٠ م کال راهیسې تر اوسه ٢٤٠ ژبې له مینځه تللې دي او که حکومتونو خپلو مورنيو ژبو ته پاملرنه ونه کړه نو په موجوده ژبو کې هم ډيرې د ختمېدو له خطر سره مخامخې دي.
XS
SM
MD
LG