د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان کور کمانډر او اېف سي کمانډر دې مقدمه شي"


کوټه او نور بلوچستان کې په بیا بیا هزاره ګان په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل کېږي
کوټه او نور بلوچستان کې په بیا بیا هزاره ګان په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل کېږي


د اسیاء بشري حقونو کمیشن په کوټه کې په بمي چاودنه کې د هزارګانو پر وژنه خپګان ښودلی او پر حکومت يې ږغ کړی دی چې د دې وژنو په تړاو دې د کوټي پر کور کمانډر، د ايف سي کمانډر، د پوليسو او د بلوچستان د آی ايس آی پر مشر مقدمه و چلول شي.

د بشري حقونو سازمان ايشين هيومن رائتس کميشن د فبروری پر اوولسمه نيټه په کوټه کې په يوه چاودنه کې د هزارګانو چې له شيعه مسلک سره تعلق لري، پر وژنو سخت احتجاج کړی دی.

په يوه تفصيلي بيان کې سازمان په پاکستان کې د شیعه ګانو پر وژنو هر اړخيزه څيړنه کړې ده.

د کميشن په خبره تر اوسنۍ چاودنې مخکې هم په يوه بريد کې شاوخوا ۹۰ تنه هزارګان وژل شوي ول.

د دوی د وژنو د مخنوي لپاره په بلوچستان کې ګورنر راج نافذه شو خو دا هسې يو بېځايه ګام و ګرځېدلی.

د بشري حقونو سازمان وايې، په پاکستان کې ۱۹ جاسوسي ادارې کارکوي چې په کې اوه ادارې يې تر وسله وال پوځ لاندې دي او هيڅ يوې حکومتي ادارې ته جوابدې نه دي.

خو د کميشن په خبره پر دغو ادارو د زيات خرڅ باوجود هيڅ يوه داسي ورځ نه تيريږي چې ځانمرګي بريد يا ترهګره پيښه دې نه وي په کې شوې.

د سازمان په خبره طاقتور پوځ د قومي مفاد او نظريه پاکستان په نوم پر دې هيواد اصل واکمني کوي او ولسي نمائندګانو ته هيڅ اجازه نه ورکوي چې د ملي امنيت په معاملو کې ګوتي ووهي.

د سازمان په خبره هم داوجه ده، چې پوځ نه غواړي له دوی بغير نورې ادارې د دهشت ګردۍ د مخنوي چاره وکړي.

له دې برعکس پوځ په دې هيله، له ترهګرو سره دوستانه رويه ساتي چې له افغانستانه د اتحادي ځواکونو د وتلو وروستو به ګواکې په بدو حالاتو کې دوی د مرستي په توګه استعمال کړي.

له دې وروسته بيا د اسیاء بشري حقونو کمیشن د بلوچستان د حالاتو جاج اخلی. سازمان وايې، دا صوبه په تيره بيا کوټه له تيرو پنځلس کلونو راهيسې په مکمله توګه د پوځ او جاسوسي ادارو په کنټرول کې ده. دلته پر هرکونج د پوځ او مليشاء عسکرو چيک پوسټونه دي.

د بشري حقونو د سازمان په خبره مليشاء ځواکونه آن د خلکو چپلکي هم تلاشي کوي نو په داسې حال کې د مليشاء ، پوليسو او نورو قانون نافذونکو ادارو د اجازت بغير هيڅ يو شی نه شي وړل کيدلی خو بيا هم دلته چاودنې روانې دي.

کميشن وايي، ځکه داسې فکر نه شی کيدلی چې دومره زيات بارودي مواد د مليشاء ځواکونو او قانون نافذ ونکو ادارو له سترګو بې له اجازې تېر شي.

د سازمان په خبره په تيرو دوو کلونو کې ليدل شوي چې د ايراني زايرينو بسونه د مليشاء ځواکونو له چيک پوسټونو سره نږدې په نښه شوي دي.

خو ددې ټولو پيښو باوجود پاکستانی پوځ چپه خوله دی او دلچسپه خبره داده چې داسې رپورټونه يې رد کړي هم نه دي.

د اسیاء بشري حقونو کمیشن په فرقه واريت کې د سعودي عرب او پاکستاني پوځ پر تعلق رڼا اچوي. کميشن وايې، په بلوچستان کې د شیيعه ګانو وژنه اوس په ميډيا او حکومتي حلقو کې هم زياته بحث کيږي.

ميډيا پر سعودي عرب د دې وژنو تور پورې کوي. د سازمان په وينا دا ځکه مهمه ښکاري چې څه وخت له مخه د سعودي په اړه د دې ډول خبرو اجازه نه وه.

داسې ويل کيږي چې دا د ايران او سعودي عرب د شخړي نتيجه ده. د کميشن په خبره په ښکاره داسي باور کيږي چې پاکستان له ايران او چين سره د تجارت نوې معاهدې کوي نو امريکا او سعودي عرب داسې کيدل نه غواړي.

د سازمان په خبره سعودي عرب د پاکستان پوځ ته ډيره مالي مرستي ورکوي نو ځکه يې پر شیيعه ګانو پر کيدونکو حملو سترګي پټي کړي دي.

د اسیاء بشري حقونو کمیشن پر حکومت ږغ کوي چې په فرقه واريت کې ملوث عناصرو پر ضد دې سخت ګامونه پورته کړي او تر بنديز لاندې راغلو پر وسله والو ډلو دې دایره تنګه کړي.

کميشن زياتوي چې په بلوچستان کې د سلګونو شيعه ګانو د وژلو مقدمه دي بايد هرو مرو د کوټي د کور کمانډر، د ايف سي کمانډر، د پوليسو او آی ايس آی د مشرانو پر ضد و چلول شي.

د دې ترڅنګ سازمان ټينګار کوي چې له بلوچستان دې ايف سي او جاسوسي ادارې ژر تر ژره و ايستل شي او هلته دې د مسئلې په سياسي توګه د حل لپاره سمدستي شفافه انتخابات وکړي.
XS
SM
MD
LG