د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي جنرال جان الن خپله دنده پرېږدي




په افغانستان کې د ګډو ځواکونو امريکايي قومندان جنرال جان الن، چې په دې تېرو ورځو کې يې ځایناستی وټاکل شو، د سه شنبې په ورځ وويل، پر ځای د دې چې په ناټو سازمان کې پر يوه لويه څوکۍ کښېني، پرېکړه يې کړې چې تقاعد شي او له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي.

ولسمشر اوباما د جنرال جان الن د هغه کارونو ستاينه وکړه چې له وجې يې د ده په خبره، افغان ځواکونه د افغانستان د امنيت ساتنې په برخه کې پياوړي شوي

نوموړي د افغانستان خپل ماموريت څو اونۍ وروسته تر هغه پرېښود چې د پينټاګون پلټونکو د ده پر ضد جوړه شوې د فلوريډا ايالت له يوې ښځې سره د اي ميل له لارې د اړيکو لرلو دوسيه خارج کړه.

جنرال جان الن واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، د ناټو د څوکۍ نه قبلولو پرېکړه يې د دغه دوسيې د رامينځ ته کېدو له وجې نه ده کړې.

فرانس پريس خبري اژانس په خپل راپور کې د امريکايي ولسمشر براک اوباما د اعلاميې يوه برخه راخيستې چې په کې نوموړي ويلي، ما نن له جنرال الن سره وليدل او د هغه له پوځه د تقاعد کېدلو درخواست مې منظور کړ چې وکولای شي د خپلې کورنۍ روغتيايي مسالو ته وخت ورکړي.

ولسمشر اوباما د نوموړي د هغه کارونو ستاينه وکړه چې له وجې يې د ده په خبره، افغان ځواکونه د افغانستان د امنيت ساتنې په برخه کې پياوړي شوي او هم يې په ترڅ کې القاعده لا ډېره کمزورې شوې ده.

په بروکسل کې د ناټو سازمان وياند هم د جنرال ايلن د پرېکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې نوموړي په افغانستان کې د ايساف ځواکونو مشري په ښه شان سر ته رسولې ده.

فرانس پريس اژانس ليکي، د نوموړي لخوا د ناټو د نوي ماموريت د قبولتيا په صورت کې ممکن وه چې د امريکا په سينيټ کې د ده د څوکۍ د منظورۍ په اړه په جوړېدونکې استماعيعه غونډه کې سينيټرانو د فلوريډا ايالت له کيلي نومې ښځې سره د ده د اي ميلونو موضوع يوارې بيا راپورته کړې وای.

اژانس وړاندې ليکي، د الن ملاتړو د ده پر ضد له يادې ښځې سره د انټرنيټي اړيکو لرلو د دوسيې پر جوړېدو او د پينټاګون لخوا يې د څېړلو پر طريقه کار غوسه ښکاره کړې ده.

د امريکا دفاع وزير ليون پينيټا بيا جنرال جان ايلن يو له غوره امريکايي پوځيانو څخه ياد کړی او ويلي يې دي، تاريخ به وښيي چې نوموړي د افغانستان قومنداني څومره په ښه توګه پای ته رسولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG