د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼي، دې ايکسپريس ټربيون کې ليکوال اعجاز حيدر لیکي، کوټه پوځ ته حواله کول د مسئلې حل نه دی.
نوموړي د کوټې پوځ ته د سپارلو د غوښتنې مخالفت ځکه کوي چې د ده په وينا پوځ له دا ډول صورتحال سره د مقابلې لپاره نه صلاحيت او نه هم مهارتونه لري.
دده په وينا د کوټې د پيښې دښمن مالوم دی او نيول يې يو ګران کار دی.
اعجاز حيدر پر مخ ليکې، راځی پوځي عمليات ځان ته د يو معيار په توګه و ټاکو، پوځ به چوکۍ جوړې کړي، ګشت به شروع کړي او تګ را تګ به محدوده کړي خو پوښتنه دا ده چې دوی به دا کار تر څه وخته پورې کوي.
د ده په خبره دا يوه بلوه نه ده او پوځ ته يو داسې کار نشي ورکول کيدلی چې هغه نتيجه و نه لري.
ليکوال وايې، لشکر جهنګوي يو ترهګر تنظيم دی. دوی په ډير احتياط سره منصوبه بندي کوي او په ډيره بې رحمانه طريقه يې عملي کوي. دوی د سيمي د نيولو لپاره جګړه نه کوي بلکې مقصد يې د رياست د جګړي کولو هوډ ماتول دی.
د دوی پلان نفسياتي برلاسيتوب ته ضرورت لري، ويره خوروي او د ځانمرګي بريد مقصد يې د ټولني سماجي تړون ټوټي ټوټي کول دي.
اعجاز حيدر بيا د کوټي د ګڼ نسلي جوړښت خبره کوي . دی وايې، هزارګان په يوه ځای اوسيږي نو د دوی خوندي کول آسانه کار دی. دده په خبره د پوځ ځيني ډلې په تيار حالت کې ساتل کيدلی شي خو مخکښه رول به جاسوسې ادارې پر غاړه اخلي.
د ليکوال په وينا په دې جګړه کې تر ټولو مهم شی داسې جاسوسي مالومات راغونډول دي چې پر بنياد يې عملي ګامونه واخستل شي.
د اعجاز حيدر په خبره، په دې لړ کې د مختلفو څانګو، د څيړونکو او په عملي ډګر کې کارکونکو ترمينځ ښه همکاري پکار ده.