د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د هزاره ټاون چاودنې ۱۹ استادان هم وژلي



نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په کوټه کې د تېرې شنبې ورځې خونړۍ چاودنه په دې هم د نه هېرولو ده چې دغې د نورو ودانیو تر څنګ یو شخصي ښوونځی هم له مېنځه یووړ او د سکول شاوخوا ۱۹ اُستاذانو او ۱۰ زده کوونکي ماشوموانو قیمتي ژوند یې هم ور ختم کړ.

دا ښه وو چې ځینې استاذان او زده کوونکي یا خو بهر وو او یا بیا سکول ته د راتلو په حال کې وو، ځکه هغوی خوندي پاته شول، خو بیا هم ۱۹ اُستاذان په سکول کې دننه ووژل شو او له دوی سره شاوخوا ۱۰ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ور کړ.
استاد اسدالله هزاره

دا یو هایي سکول وو او په دې کې د هزاره ټاون یو شمېر نجونو او هلکانو تر لسم جماعته سبق ویلو.


د کراني سړک خونړۍ پېښې په ترڅ کې د وران شوي ښوونځي پرنسپل اسدالله هزاره هغه ګړۍ را یادوي،کله چې د نورو ودانیو تر څنګ، د هغه سکول هم د چاودنې ښکار شو.

٫٫چې دلته چاودنه کېده،زه له دغه ځاییه یواځي ۱۰ منټه مخکې په یو کار پسې لیرې خوا ته تللی وم. نو هلته مې د چاودنې غږ واورېد.اندازه وکړه، چاودنه څومره زوره وره وه او کله چې ماته حال راغلو، نو زه هم هغه ګړۍ بېرته دلته راغلم.هر څه بدل وو او هر څه په بد حال وو٬٬

اسدالله هزاره وایي، په چاودنه کې یې د سکول ۱۹ ښوونکي او شاوخوا ۱۰ زده کوونکي ماشومان ووژل شول.

٫٫
ډېره ورانې او تباهې شوې ده. تر ټولو لوی تاوان خو انساني تلفات دي، زیات خپه په دې یم چې سکول په شان قیمتې سرماېه هم د ورانۍ تر اغېز لاندې شوه.که څه هم په سکول کې د سهار پر مهال رخصتې وه، خو ماښام وخت زده کوونکي د آزموېنو تیاري او انګلیسې زدکړې ته راتلل او هر ماښام به د دوی دغه معمول وو. دغه ماښام هم دغه حال وو. دا ښه وو چې ځینې استاذان او زده کوونکي یا خو بهر وو او یا بیا سکول ته د راتلو په حال کې وو، ځکه هغوی خوندي پاته شول، خو بیا هم ۱۹ اُستاذان په سکول کې دننه ووژل شو او له دوی سره شاوخوا ۱۰ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ور کړ. دا دومره ګلالي ماشومان وو چې کله د دوس عکسونه څوک وویني،نو اندازه وکړه،اوښکې نه شي قابو کولی.

په دغه موقع د سکول یو زده کوونکی حیات الله حسېني،چې له نېکه مرغه له خونړۍ پېښې روغ وتلی،ووېل چې خونړۍ پېښې د دوی د علم او زدکړې ترلاسه کولو شوق نه شي ختمولی.

٫٫تعلیم دوښمنه عناصر موږ د تعلیم او هنر پر لور نه پرېږدي.مګر موږ به حوصله نه هرو.موږ همېش په لاسونو کې قلم او کتاب را اخیستی او په راتلونکي کې به هم کتاب او قلم زموږ وسله وي .زموږ ماشومان بیا هم علم ته مخه کوي او د پر مختګ پر لور به ځي. موږ تعلیم دوست او پرامن خلک یو. هر چا څخه تپوس وکړه،هر کس به زموږ د شرافت او علم دوستۍ ګواهې درکوي٬٬

د وران شوي سکول مشر،اسدالله هزاره هم دغه خبره کوي.دی وایي

٫٫
د علم څراغ به هیڅکله هم مړ نه شي.موږ حوصله مند خلک یو.ډېر د همت او لوړو جذبو خاوندان یو.د تعلیم او پوهنې مشال به همېش بل او لوړ ساتو.د عیلم او قلم مینانو حوصلې کله هم څوک کموی نه شي٬٬

یاده دې وي، د تېرې شنبې ورځې د کراني سړک په خونړۍ چاودنه کې د ګڼو انساني تلفاتو تر څنګ، یو شمېر دوکانونه، کورونه او نورې ودانۍ له مېنځه تللې او په دې کې د اسدالله سکول ودانۍ په دې مهمه وه،چې په هغه کې درسونه ور کول کېدل او ماشومانو ته د علم او پوهنې هنرونه ښودل کېدل.
XS
SM
MD
LG