د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د زیرو ډارک ترټي فلم لږ نندارچیان



اسوشي اېټېډ پریس لیکي د هاليووډ زیرو ډارک ترټي فلم په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن په وژنه جوړ شوی، د پاکستان په اړه ځینې مالومات غلط ورکړل شوي دي.

زیرو ډارک ترټي د هاليووډ هغه فلم دی چې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن پر وژلو جوړ شوی دی. په دغه فلم کې پاکستان هم ښودل شوی، چې څنګ د امریکا د استخباراتي ادارو غړي او امریکایي عسکر دا مالومه کړي، بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې په یو کور کې سره د خپلې کورنۍ پټ دی، او څنګ بیا ووژل شي.

ایسوسي ایټډ پریس لیکې د اکیډمۍ ایوارډ لپاره په نومول شوي دغه فلم داسې نیوکې هم کیږي، چې د پاکستان حقیقې تصویر یې نه دی ښودلی.

پاکستان چرته چې د هرې خبرې په اړه یو شمیر سازشي نظریي جوړیږي، خلک پر دې هم شک کوي، چې ایا واقعي اوسامه بن لادن په پاکستان کې وو، او ددې چاته هم پته نه وه.

ای پي لیکې هغه پاکستانیان چې دغه فلم یې په ډي وي ډي او یا په انټر نیټ کتلی، وایي په زیرو ډارک ترټي کې ځینې غلطۍ هم دي. اسوشي اېټېډ پریس د لیکوال او څیړونکې ندیم ایف پراچا لخوا لیکي، په دغه فلم کې په پاکستان کې ځینې خلک په عربۍ کې خبرې کوي، او په دغه هیواد کې خلک په اردو پښتو او یا کومې بلې علاقایی ژوبو کې خبرې کوي، چې دغه هم یوه غلطي ده. د فلم په نورو منظرونو کې احتجاج کونکې د امریکایي سفارت وره ته ورشي، خو په حقیقت کې د امریکا سفارت د اسلام اباد سفارتي سیمه کې دی، او مظاهره چیان هغې ته نه شي ورتلی. د فلم په ځینو برخو کې پیښور داسې ښودل شوی، لکه چې په نولسمه پېړۍ کې د هند د نوي ډلي ښار وي.

ندیم پراچا دا هم وایي په دومره خرچه جوړ شوي په دغه فلم په پاکستان کې نیوکې پر دې هم کیږي، چې د ټولنې حقیقې تصویر یې نه دی ښودلی، او ډیرې ساده خبرې یې غلطې بیان کړې دي.

په پاکستان کې یو څو سینماګانې داسې دي، چې د هالي ووډ فلمونه ښیي، خو تر اوسه دغه فلم یوې سینما هم نه دی ښودلی . اې پي لیکي ، جمشید ظفر په پاکستان کې د هاليووډ فلمونو یو اخیستونکی دی، وایي زیرو ډارک ترټي دوی ته واره نه خوري، چې د دغه هیواد په سینماګانو کې یې وښيي ، او زیاتوي په پاکستان کې د داسې فلمونو ښودلو سره نه یواځې دوی خپل اعتبار بایللی شي بلکې د دوی د بدنامۍ سبب هم جوړیدای شي.
XS
SM
MD
LG