د لاسرسي ځای

په کوټه کې د اهل تشع احتجاجیانو نن د شورو پر ورځ د علي اباد سیمې په چاودنه کې وژل شوي ۱۱۳ مړي خاورو ته سپارلي دي.

تردې وړاندي د هزاره ټاون په هيديرې کې د پولیسو له خوا په احتجاج کوونکو ډزي هم شوې، خو بیا وروسته د مړيو خاورو ته سپارل يو ځل بیا پيل شو. او تر اویا زیات مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

تیره ورځ د پاکستان د وزیراعظم راجا پرویز اشرف په هدایت کوټې ته ورغلي شپږ کسیزه پلاوي د اهل تشیع مشرانو سره ملاقات وکړه . د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کایره پرون د نهې پر ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل ، دوی شیعه مسلک سره تعلق لرونکو مشرانو سره د غوښتنو په اړه تفصیلې خبري کړي . خو له خبري کانفرنسه وروسته د وژل شویو کسانو کورنیو له پرلت یا دهرنې او د مړیو له ښخولو انکار کړی وو. دوی غوښتنه کوله چې د کوټې ښار دې پاکستاني پوځ ته وسپارل شي او د ترهګرو خلاف دې کوټلی ګام پورته کړل شي.

تر دې وړاندې

په کوټه کې اهل تشیع له څلور ورځو راهیسي له مړيو سره احتجاج ختم کړ. د کوټي د یکجهتي کونسل مشر علامه امین شهیدي د احتجاج د ختمېدو د اعلان په وخت وویل؛ تر ډېره ځايه ددوي غوښتنې منل شوې، په ښار کې له شپې راهیسي هدفي اپریشن پيل شوی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کایره، د بلوچستان ګورنر ذوالفقار مګسي او ځينې نور چارواکيو د اهل تشیع له مشرانو سره په هزاره ټاون کې په يوه ګډ خبری کنفرانس کې نه يواځې په کوټه کې بلکې په ټول پاکستان کې د احتجاج د ختمېدو اعلان وشو.

قمر زمان کایره د وحدت المسلمین له مشر امین شهیدي او د هزاره ټولنې مشر سردار سعادت هزاره سره یوځای خبري کانفرنس ته وويل چې له هزاره ټولنې سره یې خبرې اترې کامیابه شولې او د هغوی غوښتنې ومنل شوې.

د ده په خبره چې د هغوی له غوښتنو سره سم یې د مطلوبه کسانو پر ضد لا د وړاندې عملیات پیل کړي دي او د ده په خبره چې نن د نهې پر ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا څلور مطلوبه ترهګر ووژل شول او خوا و شا ۱۷۰ مشکوک کسان یې نیولي دي.

کایره زیاته کړه چې د هزاره ګانو په سیمو کې به د ټولنیز پولیس نظام متعارفوي او د وژل شویو خلکو د کورنیو کسانو ته به نوکریانې ورکوي چې د دوی د نه ازاله کېدونکي زیان یو څه جبران یا تلافي وشي.

د وحدت المسلیمن مشر امین شهیدي هم په کانفرنس کې وویل چې د دوی اکثره مطالبې ومنل شوې او د پاکستان په لروبر کې د هزاره وګړو د وژنو پر ضد د روان پرلت یا دهرنو ختمولو اعلان وکړ. او زیاته یې کړه چې د خپلمنځي مشورو وروسته به د وژل شویو ۱۱۳ کسانو مړي نن شپه یا سبا ګهیځ خاور ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG