د لاسرسي ځای


بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د سبزي او تازه ميوو د خرڅلاو دويم ازاد منډۍ هم پرانستل شوه.

دا منډۍ د ننګرهار شمال ختيزې ولسوالۍ کامې په ګوج نواباد سيمه کې د يوه سوداګر له خوا فعال شوی چې اکثره هغه څه په کې تر لاسه کيدی شي چې د جلال اباد يوازينی لوی منډۍ يې لري.

د دغه منډۍ يو تن مسوول الهام الدين چې د کامې ولسوالۍ سره تعلق لري وايي چې پر جلال اباد ښار سربيره ورته له کابل او کونړ ولايتونو څخه هم سوداګر ورځي او په مناسبه بيه سبزې او تازه ميوې تر لاسه کوي.

« دغه منډۍ ته د کامې حاصلات راځي لکه بينګلۍ، شوه، مارو شو، بادرنګ دي، رومان شول دا ټول دلته راځي. موږ سره داسې کسان شته چې په زرنج موټرسايکلونو کې موږ نه په مناسب نرخ سبزي وړي او بيا مو ورته دا زمينه هم مساعده کړې، چې تر ماښامه ورسره هر څومره سبزي پاتې وي هغه ترينه بيرته اخلو. اوس دې منډۍ ته د د جلال اباد ښار، کونړ او کابل ته هم سبزي وړل کيږي. او بل دا چې د پاکستان نه موږ تازه ميوه هم دې منډۍ ته راوړو.»

دغه منډۍ ته که له يوې خوا د سيمې بزګران خوښ دي نو بلې خوا ته ډيوران هم خوښ دي چې اوس په اسانه توګه پر خپل وخت بيلابيلو سيمو ته سبزي او تازه ميوې رسولی شي.

يو تن ډريور چې ګل محمد نوميږي او د دغه منډۍ څخه سوداګرو ته سبزي په يوه ډاډسن موټر کې وړي وايي چې ښه مزدوري په کې کوي، څلور پنځه پيرې پرې کوي. دې وايي چې پخوا چې به يې له جلال اباد نه سبزي او تازه ميوې کامې ته راوړلې، نو د بهسودو په پل به د بندې لارې له امله دوه درې ساعته بند پاتې و.اوس مې ښه مزدوری روانه ده او ښه په کې خوشحاله يم.

د يو تن دوکاندار چې د کامې ولسوالۍ د ده غازي کلي سره تعلق لري په هم په سيمه کې د منډۍ شتون ته په ښه نظر ګوري او وايي چې د ښار پر تله په نوي منډۍ کې سبزي او تازه ميوې په ښه بيه تر لاسه کوي او په کمه بيه يې په خلکو پلوري.

د ننګرهار په ګڼ ميشته سيمه کې تر اوسه د سبزيو او تازه ميوو يوازې يو منډۍ په جلال اباد ښار کې فعال و چې د سيمه ييزو سوداګرو لخوا ټيکه شوی و او اکثره وخت کروندګرو دا شکايت کاوه چې دغه منډۍ د محدودو خلکو له خوا انحصار شوی. څو ځل د بيلابيلو سيمو کروندګرو په دې اړه احتجاجونه هم کړي وو خو نتيجه يې نه وه ورکړې. د کامې د منډۍ په جوړيدو اوس سيمه ييز سوداګر خوښ دي چې د ښه رقابت له امله به هم د سبزيو او ميوه جاتو صارفينو ته ګټه ورسيږي او هم به بزګران د خپلو حاصلاتو په خرڅلاو کې د خلاص مټ خاوندان وي.
XS
SM
MD
LG