د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښور برید: شپږ تنه ووژل شو، اته ژوبل




په پيښور کې د خیبر اجنسۍ د پوليټیکل اجنټ پر دفتر وسله وال برید کې خوا شا ۱۴ تنو مرګ ژوبله اوښتې.

پر دغه دفتر، چې صدر بازار ته څېرمه په یوه حساسه پوځي سیمه کې دی، نن دوشنبه غرمه مهاله یو څو تنو وسله والو چې ځانمرګي واسکټونه يې اغوستي وو ناڅاپي برید وکړ.

په پېښور کې د پولیسو یوه چارواکي شفقت ملک وايي، چې دوه ځانمرګو بریدکوونکو چې عمرونه یې د شلو کلونو په خوا شا کې ول، ودانۍ ته ننوتل او خپل ځانونه یې والوزول.

د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې دحملې پر وخت د پوليټيکل دمرستیال په دفتر کې د خیبر اجنسۍ د سیاسي مشرانو غونډه هم روانه وه، خو هغوی ته په کې هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

دوو تنو عیني شاهدانو چې د حملې پروخت په دغه ودانۍ کې موجود ول مشال راډيو ته وویل :
) بریدګرو په مرکزي وره کې ولاړ ساتونکي په ډزو ووژل او ودانۍ ته دننه ننوتل. سمدستي هر لور ته ډزې پيل شوې، خلک هم یوې او بلې خوا ته په منډو ول او هرچا د ځان ژغورلو هڅې کولې.

۲ – له ماسره په خوا کې ولاړ یو سرتیری يې په وویشته بیا يې پر نورو سرتیرو ډزې وکړې. شاوخوا ډیر ولسي خلک ولاړ و خو دوی یواځې پر سرتیرو ډزې کولې او مخته روان ول)

د قبایلي سیمو لپاره د دولت د ځانګړي قانون له مخې د خیبر اجنسۍ ټولې چارې په همدې دفتر پورې اړه لري، چې مشري يې د پوليټيکل اجنټ پر غاړه وي.

د همدې قانون له مخې د خیبر اجنسۍ اړوند ټول زندانیان هم په همدې ودانۍ کې ساتل کیږي.

د پوليټیکلۍ یوه افسر چې نه یې غوښتل غږ يې خپور شي مشال راډیو ته وویل، چې له دوو تر دریو پورې ځانمرګي برید کوونکي، چې د سرکاري عسکرو جامې يې په غاړه وې د ودانۍ په مرکزي وره کې ولاړسرتیري ووژل او ځانونه يې د مرستیال پوليټيکل اجنټ تر دفتره چې د سیاسي ګوندونو غونډه پکې روانه وه ورسول.

دسرچینې دمعلوماتو له مخې برید کوونکيو تر لنډ مقاومت وروسته پر ځان تړليو باردوي موادو ته چاودنه ورکړه خو په خبره یې سیاستوالو او یا هم سرکاري چارواکو ته پکې هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان دولتي تلویزیون په دې حمله کې د پنځو تنو د وژل کیدو او یوولسو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی. بلخوا د پيښور د لیډي ريډنګ روغتون چارواکي وايي، چې دغه روغتون ته د پنځو تنو مړي او اووه تنه نور په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې ددې روغتون له مطبوعاتي دفتره خپره شوې راغلي چې وژل شوي څلور يې سرکاري سرتیري او یو يې عام وګړی دی.

همداراز د ټپيانو په باب ویل شوي چې څلور يې سرتیري او درې نور يې ولسي خلک دي.

د پوليټيکل اجنټ دفتر صدر بازار ته څيرمه په یوه حساسه پوځي سیمه کې موقعیت لري، چې ورتلونکې ټولې لارې يې د پولیسو او پوځي سرتیرو له خوا په کلکه څارل کیږي.

تراوسه لا چا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی خو امنيتي سرچینې وايي، ګومان کیږي چې سخت دریځې وسله والې ډلې به په کې لاس ولري.
مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG