د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل پارټي د ترهګرو سره په مبارزه کې


ژباړه : منورشا

دي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خپله اداریه کې دوسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه لیکلي چې په تیرو څو کلونو کې وسله والو تر ټولو سیاسي ګوندونو زیات د عوامي نيشنل پارټۍ غړي وژلي دي، خو بیا هم یاد ګوند د ترهګرۍ خلاف جنګ ته ټینګ ولاړ دی.

ورځپاڼه لیکي، په دې ورستیو کې د وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو او امنیت ټینګولو په اړه عوامي نیشنل پارټۍ یوه ټول ګوندیزه غونډه رابللې وه چې پکې دوی نه یوازې د ټولو ګوندونو سره دمذاکراتو په هکله سلا شوي بلکه ویلي یې دي چې دې لړ کې به عوامي نېشنل ګوند تر هر چا وړاندې وي،نو دا ډېره د افسوس خبره ده چې دوی د خپلو دښمنانو سره خبرو کولو ته راضي کیږي، بلکه دې نه هم زیاته د سپکاوي خبره دا ده چې طالبانو د عوامي نیشنل ګوند په مشرۍ کې د سولې خبرې اترې رد کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو تیرو لړیو ته په کتو سره دا خبره څرګنده ده چې دوی صرف د ځان مضبوطولو لپاره وخت ترلاسه کول غواړي، ځکه چې وړاندې هم څو واره د سولې لوظنامې شوي او بیا د طالبانو له اړخه ماتې شوي دي.

دورځپاڼې په باور کوم سیاسي یا مذهبي ګوندونه چې د وسله والو سره د مذاکراتو خبره کوي هغوی دا نشي ویلی چې ددې نتایج به څه وي؟ ځکه چې په خبرو اترو کې به دواړه خواوې دیو بل ځینې شرطونه مني، ممکنه ده چې په دې کې ځینې سیمې د طالبانو په ولقه کې پریښودل شي، او په بدل کې به یې هغوی د تشدد لاره پریږدي. خو د تشدد بیا شورو کولو نه به طالبان څوک منع کوي ؟ هغوی چې څه وخت وغواړي بیا به بدامني رامنځ ته کوي.

ورځپاڼه لیکي، که طالبان دسولې خبرو اتر لپاره مخلص وي نو پکار ده چې اول د اعتماد جوړولو لپاره ترهګر بریدونه بند کړي ،خو ددې برعکس د امنیت لپاره ټول ګوندیزه غونډه چې عوامي نیشنل ګوند رابللې وه، دهغې نه یوه ورځ وروسته د خیبر پښتونخوا پر وزیراعلا امیر حیدر خان هوتي یوه ناکامه ځانمرګې حمله وشوه.
دي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د دې اداریې په آخر کې لیکي، پکار دي چې د وسله والو لخوا دسولې دخبرو اترو وړاندیز رد کړای شي، وسله وال چې په موجوده وخت کې څومره تشدد کوي، ددې نه زیات نشي کولی، خو که ددوی خلاف مضبوط او پراخه پوځي عملیات وکړای شي او د قوي کیدلو موقع ورنکړای شي نو دا جنګ ګټل نا ممکن نه دي.
XS
SM
MD
LG