د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر به دسیمې د اقتصادي زنځیر رول ولوبوي


د ګوادر بندر
د ګوادر بندر

ژباړه : فرخنده وزیر

فرانس پریس خبري اژانس په یو راپور کې لیکي چې د جنورۍ په دیرشمه نیټه د پاکستان حکومت د ګوادر بندر او ددې منصوبې ټیکه د سینګاپور یوې کمپنۍ نه د چین یوې حکومتي کمپنۍ ته ورکړه.


د پاکستان حکومت غواړي د دغه تجارتي معاهدې نه ګټه پورته کړي، دغه به یو خوا چین د بحیره عرب سره یو ځای کړي، او بل خوا به یی د تیلو د تجارت د تر ټولو لویې لارې هرمز سره ، اوهمدارنګه به یي د قراقرم د لارې سره وتړي.

څیړونکي دا هم وایي چې له دغه تجارتی منصوبې سره چین د افریقایي هیوادونو نه د ګیس په درامدولو، او د منځني ختیز هیوادونو سره نږدې کیږي، او دا شان به د بلوچستان ګوادر د یو لویي زنځیر په توګه کار کوي، چې دغه ټول ملکونه به د یو بل سره وتړي.

چین د دغې منصوبې د جوړولو ۷۵ فیصدي برخه چې ۲۵۰ ملیونه ډالره جوړیږي ورکړې، خو په ۲۰۰۷م کال کې د هغه وخت پوځي ولسمشر پرویز مشرف، نه غوښتل چې دغه منصوبه د واشنګټن د اعترضاتو له وجې چین ته ورکړي نو ځکه یي سینګاپور یوې کمپنۍ ته د څلویښتو کالو په ټیکه ورکړه.

بلخوا هند هم د دغې منصوبې چین ته په ورکولو ځینې اعتراضات لري، چین په نیپال کې د تبت سرحدي سیمې سره هم یو بندر جوړوي، چې دغه د نورو پنځو بندرونو سره نږدې راځي، او دا شان ددغو ټولو سیمو به د یو بل سره تجارتی اړیکې نورې هم زیاتې شي.

چین په برما کې هم د یو بندر په جوړولو کې مهم رول لوبوي، او ورسره د تیلو او ګیس د پایپ لاین په منصوبه هم کار کوي، چې دغې سره به د افریقې او منځني ختیز نه ګیس او تیل چین ته په رسد کې اسانتیا تر لاسه شي.

ای ایف پي لیکې د چین او پاکستان حکومتونه په یو بل باور کوي، او ځکه کیدای شي، د ګوادر دغه منصوبه په کامیابۍ سره سر ته ورسیږي. په اسلام اباد کې د قامي دفاعي پوهنتون یو استاذ همایون خان وایي، پاکستان غواړي د چین سره سمندري اړیکې هم جوړې کړي، او د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه د یو بل سره مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG