د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو ښوونځیو رغاونه پیل شوې ده


د خیبر اېجنسۍ یو نړول شوی ښوونځی
د خیبر اېجنسۍ یو نړول شوی ښوونځی
اسرار عالم مومند

پراګ - که يو خوا د پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسله والو له خوا د سکولونو نړولو لړۍ روانه ده نو بلخوا د دغه سکولونو په بيا ابادکارۍ هم لاس پوری کړل شوی دی.


په پيښور کې د قبايلي چارو مرکزي دفتر يا فاټا سېکرټرېټ د تعليمي څانګې وياند فضل الله وايي د مومندو، باجوړ او جنوبي وزيرستان په پر امنه سيمو کې د سکولونو اباد کارۍ پیل کړل شوی او تر دې دمه د وسله والو په لاس په ړنګو شویو ۴۸۷ سکولونو کې ۸۷ بيا جوړ کړل شوي دي.

په مومند اېجنسۍ کې تر ټولو زيات څه باندې ۱۱۴ سکولونه وسله والو ړنګ کړي دي .

کله چې مشال راډیو د مومند اېجنسۍ د ميا کلي سکول، چې له کالونو راهيسې وران پروت وو له يو استاد سید محمد سره خبرې وکړې نو هغه وويل چې د سيمې خلک ډېر خوشاله دي چې د دوی د سکول په ګډون په سيمه کې د نورو ۱۵ ړنګو کړل شویو سکولونو د بيا رغاونې کار پیل شوی دی.

نوموړی دا هم وايي چې له کالونو راهيسې د سلګونو زده کونکو، زده کړې يا خو ودرېدلې دي او يا هم متاثره شوي دي.

په مومندو ايجنسۍ کې د سکولونو ورانولو له وجې په دغه سيمه کې د څومره زده کونکو زده کړی متاثره شوي دي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې سید محمد استاد وویل چې د پنځوس فیصده زده کوونکو زده کړې اغېزمنې شوې دي.

په باجوړ ايجنسۍ کې شا و خوا ۱۰۷ سکولونه په چوونکو توکو سره ونړول شول.

له يادې سيمې سره تعلق لرونکی غفار طوفان وايي، اوس حکومت په ورانو شویو ښوونځیو کار شروع کړی دی.

د ده په خبره، د سیمې اوسېدونکي له دې ګام سره خوشاله شوي دي.

له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې ليکوال او کارپو احسان داوړ وايي، که څه هم په وزيرستان کې سکولونه شته خو د نا امنۍ له وجې بند پراته دي چې له وجې يې څه باندې ۴۰ زره زده کونکو تعليمي زده کړی متاثره شوي دي.

احسان داوړ زياتوي، که څه هم د پاکستان حکومت له خوا د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځینو نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو له خوا د نړول شویو سکولونو په بيا رغاونه کار پیل شوی دی.

خو د نوموړي په خبره، چې حکومت په قبايلي سيمو کې امن نه وي راوستی او په تعليمي ادارو کې يې د زده کونکو او ښوونکو ژوند نه وي خوندي کړی نو تر هغې تعليمي عمل په سمه توګه پرمخ نه شي تللای.
XS
SM
MD
LG