د لاسرسي ځای

د حقاني شبکې قوماندانان نیول شوي دي


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د ځنیو عملیاتو په لړ کې د حقاني شبکې ۲ قومندانان او ۴ نور وسله وال يې نیولي دي.

د دې وزارت د مطبوعاتو دفتر د شنبې پر ورځ وویل، دغه عملیات يې په خوست، لوګر او هېلمند ولایتونو کې کړي.

ویل کیږی، د حقاني شبکې دغه قومندانان په وسله والو حملو او بمي چاودنو کې لاس درلود.

وسلوالو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG