د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان پرته له ورانۍ بله موخه نه لري: اې این پي


غلام غوث

پېښور - عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي د جمعې ورځې ځانمرګي برید پر هڅې سخت غبرګون ښودلی دی.


په پېښور کې د اعلا وزیر له دفتره مشال راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي، امیر حیدر خان هوتي تر دې حملې وروسته په مردان کې جلسې ته د وینا پر وخت وویل، دا ډول بریدونه دوی د ولس له خدمته نه شي ګرځولی.

ده وویل، داسې حملې د عوامي نیشنل ګوند د ناکامولو هڅه ده.

د اعلا وزیر پر قافلې د حملې پړه د پاکستان تحریک طالبان ملاکنډ څانګې منلې ده.

د دې حملې په اړه د عوامي نیشنل ګوند د اطلاعاتو سېکرټر ملک مصطفا مشال راډیو ته وویل: ((موږ چې ټول ګوندیزه غونډه بللې وه نو زموږ دریځ دا وو چې ټول سیاسي ګوندونه یو ځای شي او د امن له پاره خپلې هڅې وکړي. خو د دې پر ځای دوی له خپلو عملیاتو نه منع کېږي. پر وزیر اعلا چې کوم برید شوی دی د هغې موږ په کلکه غندنه کوو، خو له دې سره به زموږ حوصلې [نه ماتېږي] بلکې لوړېږي به. [پرته له] تباهۍ او بربادۍ د دې خلکو بله څه اېجنډا نه شته. د امن له پاره به زموږ مبارزه جاري وي. که موږ ټول هم قربان شو نو [بیا به هم] زموږ مبارزه [روانه] وي.))

له تېرو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او حکومت دواړو له خوا د خبرو اترو په اړه رپورټونه راځي، خو بل پلو ته د وسله والو فعالیتونه زیات شوي دي.

نو یو پلو خبرې او بل پلو حملې، د دې مطلب څه دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د چارو پوه مشتاق یوسفزي مشال راډیو ته وویل: ((زما په فکر دا وخت حکومت او طالبان دواړو خواوو له طرفه د خپل طاقت ښودلو کوشش روان دی. زما په فکر، [دا تازه] بریدونه چې په پېښور، بنو او مردان کې وشول، نو دوی کوشش کوي چې وښيي دوی کمزوري نه دي او [دا چې دوی وايي] چې که موږ وغواړو نو په هر ځای کې حملې کولای شو او دا چې د مذاکراتو خبره دې د دوی کمزوري نه ګڼل کېږي. همدا ډول حکومت هم بمبارۍ کوي. په اورکزیو، جنوبي وزیرستان، کورمه او د خیبر په تیرا کې چې کومې بمبارۍ روانې دي، یا د توپخانې استعمال دی، نو چې خبرې پیل شوې نه وي او د دواړو له خوا اوربند نه وي اعلان شوی، نو دا هر څه به روان وي.))

اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي د جمعې ورځې له بریده روغ وتلی وو او همدا لامل دی چې عوامي نیشنل ګوند پر شنبې د مننې یا شکریې ورځ لمانځلو اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG