د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د 40 زره وژل شویو کسانو پور به څوک ورکوي"




مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- که څه هم د عوامي نېشنل ګوند په بلنه د پاکستان ټول ګوندیز کانفرنس په خپله غونډه کې له وسله والو طالبانو سره د ملک په آییني او قانوني چوکاټ کې دننه د خبرو کولو پر وړاندیز هوکړه کړې.

خو پوښتنه دا ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون په ټول ملک کې د وسله والو طالبانو لخوا په ترسره شویو بريدنو کې د سرکاري شمېرو له مخې نژدې ۴۰ زره کسان وژل شوي دي، په زرګونو ژوبل شوي او په لکونه بېکوره شوي دي.

په اسلام آباد کې د سیاسی چارو کارپوه عدنان سرور د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې له وسله والو طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو اترو په یو ممکنه بهير کې هغه خلک چې قرباني شول ، ژوبل او بېکوره شول ، د هغوی به څه کيږي، وویل:

((په ټوله نړۍ کې هر چرته چې هم دا ډول لويه مرګ ژوبله وشي، او بیا د لسو يولسو کالو نه پس د جوړ جاړی د خبرو شروع کولو خبره کيږي، او په دې اړه د یوې نوې زاوې نه سوچ او فکر کېږې، نو په دې کې که څه هم یو څه خبرې ډيرې ترخې وي، په هغو کې د ماضې مرګ ژوبله هم شامله ده. نو هغه د یو څه وخت لپاره شاته کول پکار وي. نو زما په نظر دغه د زهرو ګوټ به د یو بهتره حال او د ښه راتلونکې لپاره تېرول په کار وې.))

د اسلام اباد د ټول ګوندیز کانفرنس په اعلامییه کې دا هم راغلي چې وینه په وینه نه وینځل کېږي او د دغه روان تاوتریخوالي حل یوازې او یوازې په خبرو اترو وېستل په کار دی. همدا خبره د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې جنرل سیکرېټري بشیر جان هم کوي چې د نورې وینې تویدو مخه باید ونیول شي.

((موږ د باچا خان د عدم تشدد د مفکورې علمبردار يو ، نو مو ږ غواړو چې خلکو ته نور زيان ونه رسي، او تر اوسه چې د حالاتو په نتيجه کې څه شوي دي ، نور ونه شي، او خدای مه کړه، چې دوه کاله پس ته بيا پوښتنه کوې چې اوس دوه لکه وژل شوي دي او اته لکه ژوبل دي، نو موږ ددغو حالاتو د مخنيوی لپاره د جوړ جاړي هڅې کوو.))

که څه هم هغه خلک چې وځپل شولو وکړېدل، د هغوی کورنيو ته د حکومتي وينا تر مخه وخت په وخت د حکومت لخوا معاوضې هم ورکړل شوې او په ټول ګوندیز کانفرنس کې هم دغه ځپل شویو کورنیو ته د مرکزي او صوبايي حکومتونو له خوا د خصوصي پېکېج غوښتنه شوې ده. په لاهور کې د سیاسی چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري هم وايي چې په همدې توګه ځپل شویو خلکو د رسېدلو زیانو تر یو څه ځایه تلافي یا جبران کېدای شي.

((
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په دا ډول شخړو کې کوم خلک مړه یا ژوبل شي، د هغوی د خپلوانو د بچو او کورنيو خيال وساتل شي. د هغوی د بیا اباد کارۍ لپاره هلې ځلې کول، او د هغوی د ژوند د بهترۍ لپاره هڅې وکړل شی، نو دا ډيره ضروري وی. هم د دې له وجې موږ د هغو قرباني شوو خلکو تلافي کولای شو))

خو حسن عسکري زیاتوي تر ټولو ضروري خبره دا ده چې کوم خلک دا مرګژوبله رسوي د هغوی ضمانت به څوک ورکوي چې په راتلونکې کې به تاوتریخوالي ته لاس نه اچوي

دی زیاتوي چې د دا ډول شخړو نه پس د خبرو اترو عمل ډیر اوږد او ګران وي، خو د ده په خبره که څوک غواړي چې دا عمل شروع کړي د هغوی لپاره د ډیر زغم ضرورت وي.
XS
SM
MD
LG