د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا اعلا وزیر په کاروان پسې ځانمرګی برید


د پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي
د پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي


د خیبر پښتونخوا په مردان کې نن د وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي د قافلې تر تېرېدو وروسته ځانمرګی برید شوی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي، دا پېښه نن د عبدالولي خان له پوهنتون سره نېږدې هغه وخت وشوه چې د اعلا وزیر قافله تېره شوې وه.

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې دوی ځانمرګی وواژه خو د مردان ډیپټي کمېشنر عطا الله خټک مشال راډیو ته وویل، ځانمرګی برید شوی دی. د عوامي نیشنل ګوند ویاند زاهد خان مشال راډیو ته وویل چې اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي یوه پروګرام ته روان وو چې دا پېښه وشوه.

په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG