د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: سړکغاړې چاودنې دوه تنه وژلي


د افغانستان په کونړ ولایت کې د سړک غاړې بم چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه نن د جمعې تر لمانځه وروسته هغه وخت شوې چې خلک کورونو ته ستنېدل. په دې پېښه کې یو سیمه ییز پولیس ژوبل شوی دی. تر پېښې وروسته د کونړ والي فضل اله وحیدي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د زیړو په کلي کې شوې ده. تر اوسه د پېښې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG