د لاسرسي ځای



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د نړۍ د یو شمیر نورو ښارونو په څیر د پاکستان په کراچۍ او نورو ښارونو کې نن یعنې د فبرورۍ څوارلسمه د مینې یا وېلینټاین ورځ نمانځي ـ

وېلینټاین ورځ لپاره د خصوصي ډالیو او سوغاتونو اخیستو لپاره دکراچۍ په پارک ټاور،هایپرسټار،طارق روډ،ډانمیل مال او یو شمیر نورو بازارونو کې ځانګړی دوکانونه جوړ شوي ول، چې پکې خپلو میینو ته د ډالیو اخیستونکو رش تر سترګو کېدلی ـ

۲۵ کلنه عایشه هم یوه له ډالیو اخیستونکو څخه ده، هغه وایي د مینې ورځ یا ویلینټاین ډی د هغې لپاره د خوشالۍ یوه موقع وي ـ د هغې په خبره د خوشالۍ هیڅ یوه موقع له لاسه ورکول نه دي پکار:

((زه په خپله ویلینټاین ډی نمانځم، که داسې یوه موقع چې تاسو پوهیږئ چې په هغه کې ستاسو لپاره د خوشالۍ یو څو لمحې شته نو پکار ده ګټه ترې واخیستل شي))

د وېلینټاین ورځ نمانځلو لپاره ګڼ شمیر ځوانان او پیغلې د سمندر غاړې ته ځي ،یو بل ته سره ګلونه ډالۍ کوي او دا ورځ د خوشالۍ نمانځلو ته ځانګړې کوي ـ

اشرف هم یو له هغو ځوانانو څخه دی چې هره کال دا ورځ نمانځي ـ

((د وېلینټاین ورځ مقصد دا دی چې ته یو چا ته د مینې او محبت پیغام ولیږې، ما خپل محبوب ته کارډ لیږلی دی، د دې نه هیچا ته نقصان نه رسېږي، البته یو انسان ته ترې خوشالي رسیدلې ده ، هغې به هغه کارډ نورو ته ښودلي وي چې داسې څوک شته چې زه پرې ګران یم یا ګرانه یم ـ زه د انسان په توګه دا فکر کوم چې ماته دې مینه میلاو شي، ماته دې طاقت میلاو شي ، خلک دې ما خوښ کړي ـ نو دا حق یوازې ماته نه دي ،بلکې هر چا ته دی او هر سړی دا حق لري))

ددې ترڅنګ ځینې کسان او ډلې د دې ورځې د نمانځلو مخالفت کوي ـ او دا ورځ د حجاب او ځینې نور دا د حیا د ورځې په نوم نمانځي ـ

په کراچۍ یونیورسټي کې د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم د وېلینټاین ورځ په موقع د دې ورځې د نمانځونکو او مخالیفینو ځوانانو او پیغلو ترمنځ د سوالونو او جوابونو دستوره په کراچۍ پوهنتون کې ترسره شوه ـ

ددې سربیره په سوشل میډیا فیس بک او ټویټر او د موبایل ټلیفونونو له لارې ګڼ شمیر ځوانان او پیغلې یو بل ته د مینې او سوکالۍ پیغامونه استوي له دې سره سره د سوشل میډیا په یادو فورمونو د د دې ورځې د مخالفینو او پلویانو ترمنځ هم بحثونه دوام لري ـ
XS
SM
MD
LG