د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان زندانو کې د ځورونو پلټنو هرکلی





په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما د هیواد د هغې قضاییه کمېټۍ غونډې نتیجې هر کلی کړی دی چې په زندانونو کې د ځورونې او له زندانیانو سره د بد برخورد پلټنو سپارښتنې شوې وې.

دا غونډه تېره ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کې شوې وه. دا غونډه تر هغې وروسته وشوه چې تېره میاشت یوناما په زندانونو کې له جګړې سره د تړلو بندیانو ځورونې په اړه رپورټ خپور کړ.

یوناما دا رپورټ د خپلو پلټونکو یوه پلاوي د کار پر اساس جوړ کړی وو. په غونډه کې کمېټۍ د پلاوي رپورټ ومانه او اړونده چارواکو ته یې هدایت وکړ چې سپارښتنې دې عملي کړي.

یوناما غږ کړی دی چې په چټکې دې دا سپارښتنې عملي کړي. په دې سپارښتنو کې له افغان حکومته غوښتل شوي ول چې په زندانونو کې د بندیانو د ځورونې او شکنجې مخنیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG