د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هو په کراچۍ کې طالبان شته"


د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید
د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې مشر شاهي سید وايي، چې د کراچۍ ښار په ګڼ میشتو پښتني سېمو کې د طالب وسله والو خوځښتونه او سرګرمیانې زیاتې شوي دي ، چې له امله یې په کراچۍ کې د پښتنو په ستونزو کې زیاتوالی راغلی دی ـ له مشال ریډیو سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ویلي ، مخکې به ځینو ګوندونو په کراچۍ کې د طالبانو د شتون خبره کوله او عوامي نېشنل ګوند به له دغې خبرې سره سخت غبرګون ښودلو ، خو د طالبانو لخوا په خپله د یو شمیر پیښو د زمه وارۍ د قبولو وروسته اوس د دوی ګوند په کراچۍ کې د شتون په اړه خپل دریځ بدل کړی دی.

کراچۍ په بیا بیا د تشدد، تاوتریخوالي ، فرقه ییزه نښتو او هدفي وژنو ښکار کېږي
کراچۍ په بیا بیا د تشدد، تاوتریخوالي ، فرقه ییزه نښتو او هدفي وژنو ښکار کېږي

((په کراچۍ کې چې په کومو علاقو کې طالبان دي، په دې علاقو کې عاجزه او غریب غریب پښتانه اباد دي ـ په دې علاقو کې د دې خلکو اصول و،جرګه یې وه ، مشران یې و، هغه ټول دوی ختم کړل ـ زموږ یو یو مشر یې وواژه ـ مخکې به دلته [کراچۍ ] ته طالبان ارام او علاج ته راتلل نو هغوی به هم زموږ د دې دریځ چې دلته طالبان نه شته ،په دې بچ پاته کیدل ـ اوس بدقسمتي دا ده چې طالب په خپله نارې وهي چې زه دلته یمه ـ دا کار په کراچۍ کې د اباد ۴۰ ،۵۰ لکو پښتنو لپاره ګټه نه لري))

د سېنېټر شاهي سید په خبره له قبایلي سیمو او سواته ګڼشمیر جګړه ځپلې کورنۍ کراچۍ ته راغلي دي ، او په کراچۍ کې د طالبانو پر ضد له ممکنه اپریشن څخه د دغو بېکوره شویو خلکو په ګډون خورايکښو او مزدرو پښتنو ته د زیان اوښتو ویره ده.

(( زه طالبانو ته وایم چې که سبا ته په کراچۍ کې ستاسو پر ضد اپریشن کیږي نو په دې کې به د عام پښتون د زنانه د کورنو بېعزتي کیږي ـ دا رینجرز او پولیس ډېر بېرحمه دي ـ د طالب زنانه هم پښتنې دي او زموږ خوېندې میندې دي او د دوی بېعزتي زموږ بېعزتي ده ـ د دې خبرې نه د بچ کېدو په خاطر دغه کارونه چې طالبانو په کراچۍ کې شورو کړي دي ، نه دې په کار))

د شاهي سید په خبره په کراچۍ او ټول پاکستان کې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ پر ضد اواز پورته کول یوازې د عوامي نېشنل ګوند نه، بلکې د ټولو ګوندونو زمه واري ده ، او مخکې له دې چې په کراچۍ کې حالات نور هم خراب شي، باید د دې ستونزې د حل په موخه ټول ګوندونه سنجیده هڅې شورو کړي ـ

یاده دې وي چې په دې ورستیو کې د کراچۍ په پښتون ګڼمېشتو سېمو کې د کلنګ اخیستنې پېښې زیاتې شوي دي ، د دې ترڅنګ د سیند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شا په ښار کې د طالبانو د شتون او د هغوی په ضد د ممکنه عملیاتو په اړه هم ویلي دي ـ

XS
SM
MD
LG