د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني ټرافیکي پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي


د کابل کندهار په لویه لار کې د غزني د قره باغ په سیمه کې په یوې ټرافیکي پیښه کې اتلس تنه وژل شوي دي.

د غزني د امنیت آمر سمونوال محمدحسین عادل مشال راډیو ته وویل دا پیښه چې نن سهار وختي له قره باغ ولسوالۍ څخه کابل کندهار په تېره شوې لویه لار کې د مسافروړونکي درې سوه درې بس او باروړونکي مازدا د ټکر په سبب شوې اتلس تنه پکې مړه شوي او نهه نور هم ټپیان دي.

د ځینو سرچینو په باور کیدای شي د مرګژوبلې شمیر تر دې هم لوړ وي.

خو د غزني د ملکي روغتون رییس بازمحمدهمت آزادی راډیو ته وویل چې له دې پیښې څخه د شاوخوا څلورو ساعتونو په تېرېدو دوی ته درې ټپیان راوړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG