د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: ټول ګوندیزه غونډه پیل شوه




نن په اسلام آباد کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا رابلل شوي ټول ګوندېزه غونډه یا آل پارټیز کانفرنس شورو شوې چې پکې د هېواد زیاتره سیاسي ګوندونه ګډون کوي.

دغونډې د پرانستې پرمهال خپله وېنا کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وویل، دترهه ګرۍ مسله ټول هېواد ته پیښه ده چې د مخ نیوي لپاره به یې ټول سیاسي ګوندونه په شریکه تګلاره وټاکي.

په غونډه کې د ګډون والو په اړه د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو سیکټري سینیټر زاهد خان بیګا مشال ریډیو ته ویلي دي، چې د جماعت اسلامي او پاکستان تحریک انصاف نه علاوه دهېواد ټولو سیاسي ګوندونه ګډون کولو ته سلا شوي دي. نو تمه ده چې په نتیجه کې به یې د ترهه ګرۍ د مخنیوي لپاره په متفقه توګه تګلاره وټاکل شي.
XS
SM
MD
LG