د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې چاودنې ۶ تنه وژلي ۹ ژوبل


دا د اورکزو کلایه هېدکوارټر کې د یوې چاودنې تپي تن دی چې د کوهاټ روغتون کې درملنه کېږي. فبرورۍ ۸ نېټه. ۲۰۱۳م کال
دا د اورکزو کلایه هېدکوارټر کې د یوې چاودنې تپي تن دی چې د کوهاټ روغتون کې درملنه کېږي. فبرورۍ ۸ نېټه. ۲۰۱۳م کال



په اورکزو اېجنسۍ کې د سورلو پر یوه ګاړي بمي چادنه شوې چې په کې د ځايي امنیتې چارواکو په خبره لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۹ تنه نور زخمیان دي.

د اورکزو اېجنسۍ د لېویز ځواکونو یو اعلا چارواکي صوبیدار محبوب خان د مشال راډيو خبریال طارق اورکزي ته وویل، چې د حسنزو درې په سیمه کې دغه بمي برید د پنجشنبې په ورځ قریبا ۱۰ بجې د ریموټ کنټرول په ذریعه شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي په نښه شويو کسانو کې د زیاترو تعلق د افریدي قبیلې ځخاخېل دي. د حسنزو دره د کوزې اورکزو اېجنسۍ په حدودو کې راځي.

چارواکي زیاتوي چې له پېښې وروسته یې زخمیان مختلیفو هسپتالونو ته رسولي دي. چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په زخمیانو کې د ځینو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي په نښه شويو کسانو کې د زیاترو تعلق د افریدي قبیلې ځخاخېل دي.
د حسنزو دره د کوزې اورکزو اېجنسۍ په حدودو کې راځي.

په سیمه کې د اورکزو قام میشت دی.

صوبیدار محبوب خان زیاتوي چې له پېښې وروسته امنیتی ځواکونه سیمه په خپل ولکه کې اخیستې ده او لټون یې پیل کړی دی.

د دغې پېښې پړه لا چا پر خپل سر نه ده اخستې.

تر دې یوه اونۍ وړاندې د اورکزو په کلایه هېدکوارټر کې د ریموټ کنټرول په ذریعه یوه چاودنه شوې وه. چې په کې ۱۲ تنه ولسي وګړی وژل شوي ول او ۲۴ نور زخمیان شوی ول.
XS
SM
MD
LG