د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتون یم او په پښتنو فخر کوم "


حکیم من موهن سینګ
حکیم من موهن سینګ


ظفرکریمي مشال ریډیو

د کراچۍ په پښتون ګڼ میشته سېمه کیماړي د مسان چوک نه څو ګامه ور اخوا د حکیم من مون سنګ افریدي د حکمت کتنځایی دی ـ ۳۵ کلن سنګ وایي د خیبرایجنیسۍ په تیرا کې پیدا شوې خو د حکمت د کاروبار په سلسله کې لومړی په کابل کې میشت و، په کابل د طالبانو د
واکمنۍ وروسته پیښور ته وکوچید خو په پېښور او تیرا کې د بدامنیو له لاسه نوموړی کراچۍ ته په کوچیدو مجبور کړو ـ حکیم من مون سینګ وایي، هدفي وژنو او فرقه ایزو نښتو ځپلې کراچۍ د هغه لپاره تراوسه د نورو ځایونو په پرتله پرامنه ثابته شوې ده ـ

موږ پښتانه یو ـ زه ذاتي سیک یم ـ د خیبر ایجنسي په زرګونو سیکان بنیادي سیکان دي، د بابا ګرونانک له لارې سره تړلي دي
من موهن سینګ


((په کراچۍ کې چې کله هرتال وي نو یا بله کومه ستونزه وي نو څوک موږ ته د کاروبار د بندولو نه وایي ـ موږ ته څوک د مذهب په بابله دلته هم څوک مسلې نه جوړوي، دلته په لایټ هاوس کې زموږ مندر هم شته ـ موږ د چا به مذهب کې کار نه لرو او څوک زموږ په مذهب کې هم کار نه لري))

هغه وایي په هندوستان د مغلو د واکمنۍ راهسې هغوي او نور سیکان د خیبرایجینسۍ په تیرا کې اوسیږي ـ د نورو ژبو ویونکي سیکان هغوي پښتانه سیکان بولي او دوی په خپله هم ځان په پښتون ویلو فخر محسوسوي ـ نوموړی زیاتوي د تیرا مسلمانانو پښتنو تل دوی ته او د دوی دین ته په درنه سترګه کتلي دي

د خیبر تیرا میدان کې مېشت سیکان
د خیبر تیرا میدان کې مېشت سیکان

((موږ پښتانه یو ـ زه ذاتي سیک یم ـ د خیبر ایجنسي په زرګونو سیکان بنیادي سیکان دي، د بابا ګرونانک له لارې سره تړلي دي ـ موږ د پښتو له وجې تراوسه په پښتونستان کې اوسیږو، کنه د ۴۷،۷۱ او نورو جنګونو په مهال به خلکو موږ ته زیان اړولی دی ـ خو د تیرا درې مسلمانان پښتانه موږ سره ډیر ښه کوي ، او زموږ قدر کوي ـ له تیرا سره موږ ډيره مینه کوو او د کراچۍ په څیر ښار کې هم تیراه ماته د هرڅه نه زیاته یادیږي))

موږ د پښتو له وجې تراوسه په پښتونستان کې اوسیږو، کنه د ۴۷،۷۱ او نورو جنګونو په مهال به خلکو موږ ته زیان اړولی دی ـ
من موهن سینګ


من مون سینګ وایي د هغوي د مذهب ګڼ شمیر پیروان په سېمه کې د خرابو حالاتو له وجې له تیراه څخه پېښور ته کوچیدلي او ځینې نور بیا هندوستان ،کراچۍ او د پنجاب یو شمیر برخو ته تللي دي ـ

((زما سکه د تره زوی، خواوشا یوه هفته مخکې چا له پېښوره تښتولی دی ـ ځینې خلک موږ له دمکۍ [دړکې] راکوي خو ددغو خلکو د مذهب سره کار نشته ،د دوی له پيسو سره کار وي ـ په کراچۍ کې په میاشت کې یو ځل خامخا ډاکوان زموږ نه شوکې کوي، موبایلونه او ګړۍ او پېسې رانه په زور اخلي ))

حکیم من مون سینګ وایي په کراچۍ کې هغه په خپله او د هغوی د کورنۍ نور غړي حکیمان چې د ښار په بیلابیلو برخو کې د حکمت له شعبې سره تړلي دي، شوکمارو وخت په وخت لوټلي دي ،خو بیا دوی دغه شوکې او لوټل د سر تر زیانه کم بولي او هم دلته په خپل کار روزګار خوشاله دي.

XS
SM
MD
LG