د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتون مېشتو سیمو ۴۰۸ سکولونه بند دي"


د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مشر کبیر افغان
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مشر کبیر افغان


نیازموساخېل،کوټه

پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې سکولونو ته د ماشومانو د داخیلېدو تعلیمي کمپېن پېل کړ، چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر لسمې نېټې پورې به جاري وي.

د دوی وايي، کلي په کلي او کور په کور ځي او له خلکو به غوښتنه کوي چې خپل ماشومان سکولونو کې داخیل کړي. دا کمپېن په داسې حال کې شروع کېږي چې د ځینو غېر سرکاري موسسو د سروې له مخې په بلوچستان کې سکولونو ته ماشومانو د تلو شمېره د پاکستان د نورو ټولو صوبو په پرتله ډېره تيټه ده

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مرکزي مشر کبیر افغان د تېرې دوشنبې په ورځ په کوټه کې د خبري کنفرانس پر مهال دتعلیمي کمپېن شروع کولو اعلان وکړ.

٫٫د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۰مې بیا د راروانې مارچ میاشتې تر ۱۰ مې نېټې به کمپېن جاري وي.موږ به د بلوچستان ۱۲ پښتون مېشتو ضلعو کې کمپېن چلوو او د دغ لپاره به موږ کلي پر کلي،کور پر کور،کوڅه پر کوڅه او جومات پر جومات ځو او له خلکو به خواست کوو چې خپل ماشومان په سکولونو کې داخیل کړي. دا یوشتمه پېړۍ د زدکړې او ساینس ده او دلته که موږ پر مختګ او له نړۍ سره سیالې غواړو،نو بیا به تعلیم او پوهې ته مخه کوو٬٬

کبیرافغان زیاته کړه،بلوچستان کې د تعلیم وضع بیخې خرابه ده

٫٫دا وخت چې له ما سره کوم معلومات (ډېټا) دي،د هغه له مخې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې شاوخوا ۴۰۸ سکولونه مکمل تړلي یاني بند دي او وجه یې نه د معلومه چې څله بند دي، خو په ریکارډ کې دغه سکولونه فعاله دي. په دا قیسمه سکولونو کې سلګونه اُستاذان له خپلو دندو غېر حاضر دي او ماشومانو ته درس ورکولو ته نه ورځي،که څه هم دوی ته سرکاري تنخا ورکول کېږي خو زدکړې نه ورکوي. دغه شان،داسې یو شمېر سکولونه هم شته کوم چې د شتمنو او زورور خلکو بېټکان (مېلمستون) جوړ شوي دي او هلته باقاعده د دوی مېلمانه استوګنه کوي٬٬

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې د سکولونو په اړه کبیر افغان ووېل

٫٫د بلوچستان لیرې پرتې سیمې خو ګرسره پرېږده. موساخېل او ژوب خو پرېږده.د کوټې د سکولونو حال که درکړم،نو حیریان به شۍ. په کوټه کې ټول ۴۷۵ سکولونه دي. په دې کې ۵۴ سکولونه ودانۍ نه لري او ۳۷۶ سکولونو کې د صفا اوبو د څښلو هیڅ انتظامات نشته او ماشومانو ته د تشناب (لېټرین) انتظام خو له سره لیرې خبره ده٬٬

دا چې عام خلک او زدکوونکي د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن روان تعلیمي پروګرام څنګه بولي؟ یو زدکوونکی جمیل احمد وايي:

٫٫دوي خو دا خبره کوي چې هر بچی دې په سکول کې وي او هر اُستاد دې په کلاس کې...زما په فکر د دې تر شا هیڅ قیسمه سیاسي مقاصد نشته،بلکې دا پېغام د هر غریب د زړه غږ دی او هر څوک هم دغه غوښتنه لري.ټیک شو که سیاسي مقاصد وي هم،نو دا لاره د قام د خېر او پر مختګ ده. نور ګوندونه دې هم دا قیسمه سیاسي مقاصد شروع کړي، خلک به هغوی ته هم هر کلی ووایي.ولې چې د تعلیم او زدکړې لپاره کار کول هر څوک ستایي٬٬

یاده دي وي،پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن په تیرو کلونو ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲مو کالونو کې هم دا قیسمه تعلیمي کمپېنونه چلولي ول او په وېنا یې تر ۲۰ فیصده نوي ماشومان سکولونو ته داخیل شوي وو.

دا کمپېن په داسې حال کې شروع کېږي چې د ځینو غېر سرکاري موسسو د سروېګانو له مخې، بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده، چې شاوخوا ۳۴ فیصده ماشومان یې ښوونځیو ته نه ځي.
XS
SM
MD
LG