د لاسرسي ځای

د کونړ امنیې قومندان مل پاسوال محمد عوض نذیري مشال راډیبو ته وویل چې تیره ورځ یې دڅوکۍ په ولسوالۍ کې یو ټرېلر موټر چې په ښکاره په کې د سیمنټو بوجۍ وې خو پټ یې په کې په زرګونه کیلو ګرامه امونیم نایټرېټ سره بار کړې وه. د ګاړي ډراییور او کیلنډر هم نیول شوي دي.

((موږ تیره ورځ یوه لویه لاس ته راوړنه درلوده چې دڅوکۍ په ولسوالۍ کې موپه یو تریلر موټر کې اته زره ،اته سوه او څلور کیلو ګرامه امونیم نایټرېټ دسیمنټو بوجو کې پټ کړل شوي ونیول شو))

هغه وایې موټر چلونکی او بل ملګری يې دوی له لومړنیو تحقیقاتو وروسته څارنوالۍ ته لیږلي او هلته به یې په اړه پریکړه کیږي.

دکونړ امنیې قومندان وویل امونیم نایټرېټ په بمونو او ځانمرګو واسکتونو کې کارول کیږي چې د افغانستان حکومت یې واردول منع اعلان کړي دي خو اوس هم یو شمیر کسان یې دورانکارو چارو د ترسره کولو لپاره له پاکستانه راوړي.

تر دې وړاندې هم په زرګونه کیلو ګرامه امونیم نایټرېټ د پولیسو او نورو امنیتی ځواکونو لخوا د انتقالوونکو سره یوځاي نیول شوی .او یوشمیر نیول شوو کسانو ته په ډاګیزو محکمو ته سزاوي هم اورل شوي دي.

روح الله انوري کونړ

XS
SM
MD
LG