د لاسرسي ځای


احمد شاه اعظمي ـ پراګ

د افغانستان د سولي د عالي شورا د هڅو په لړ کې ټاکل شوې چې د روان کال د مارچ په مياشت کې به د افغانستان او پاکستان د د ديني عالمانو کانفرنس تر سره کيږي. د دې کانفرنس موخه په سيمه کې د امن او سلامتيا لپاره پر يوه ګډ نظر کار کول او د دواړو هيوادنو د علماوو تر منځ د سولي په چوګاټ کې اړيکې پراخول دي.

په همدې تړاو د افغانستان د علماوو نهه کسيزه پلاوي د پاکستان تر درې ورځني سفر وروسته د نهي په ورځ کابل ته ستون شو. په اسلام آباد کې د دواړو غاړو د علماوو تر منځ په خبرو اترو کې ويل شوي چې د پاکستاني علماوو يو پلاوی به د رواني مياشتې پر يويشتمه نېټه کابل ته سفر کوي تر څو د کانفرنس لپاره د مارچ د مياشتې يوه نېټه وټاکي.

دا چې په اوسنيو حالاتو کې د دواړو هيوادونو د علماوو کانفرنس څومره د ارزښت وړ دی؟ د افغانستان د علماوو د شورا او دسولي د عالي شورا غړی مولوي شهزاده شاهد وايي، د وسلي لپاره په بېلا بيلو کچو هلې ځلې زياتي شوي دي نو دغه کانفرنس هم د دا ډول هلو ځلو يوه کړۍ ده.

((اوسنی وضعيت او د وخت حساسيت داسي دی چې د سولې لپاره هلې ځلې تيزي شوي دي، هم په ملي سطح، هم په منطيقوي سطح او هم په جهاني سطح، او ټول اطراف داسي کوښښ کوي چې سوله دي راشي. نو زما په نظر په دې کې د علماوو رول ډېر مهم دی ځکه دا دواړه اسلامي او مذهبي هيوادونه دي. نو که دلته هم د علماوو غږ په اتفاق سره د سولې لپاره وشي، دا به په دې سيمه کې د سولي او د امن لپاره يو ښه قدم وي.))

که څه هم په پاکستان کې څو ورځې وړاندي د سني اتحاد کونسل لخوا د ځانمرګو او ترهګريزو بريدونو په ضد فتوا جاري کړل شول خو پوښتنه دا ده چې دا ډول فتواوي او د وسله والو په ضد کډه تګلاره ټاکل به څه نتيجې وکړي؟ د پېښور پوهنتون مشر او د ديني چارو کارپوه پروفيسر ډاکټر قبله اياز وايي، د وسله والو کړنې په دا ډول فتواوو او کانفرنسونو سره نه بدليږي خو د عام وګړي په ذهنيت کې به مثبت بدلون راشي.

((يو دريځ هغه دی چې کوم زموږ ديني طبقات دي او هغه په دستوري، جمهوري او په آييني لاره باندي خپل تحرک کوي، نو هغوی خو له ډېره وخته دا ځانمرګي بريدونه جايز نه دي شمارلي. خو بل طرفته ته چې کوم دريځ دی، هغوی دا وايي چې له بهرنيو قوتونو نه د ځان خلاصولو لپاره واحده لاره ځانمرګي بريدونه دي. نو د هغو خلکو په ذهنونو باندي د دې فتواوو هيڅ اثر نه غورځي. البته عام وګړی چې د ابهام ښکار وي، د هغوی لپاره دا خبرې فايده کوي.))

ليدل شوې چې په سيمه کې د روانو حالاتو په اړه د افغانستان او پاکستان د علماوو تر منځ ځيني اختلافات موجود دي. ځيني پاکستاني علما په افغانستان کې د وسله والو طالبانو کړنې جهاد بولي خو په پاکستان کې بيا همدا ډول کړنې حرامي او له فساد ډکې ګڼي. دا چې د دواړو غاړو تر منځ به د دا ډول توپيرونو په شتون کې د يو ګډ دريځ د رامنځ ته کېدو څومره امکانات وي؟ مولوي شهزاده شاهد وايي، د داوړو هيوادونو علما د سولي پر ټکي موافق دي او خبرو اترو همېش اختلافات له مېنځه وړي او د حل لاره يې را ايستلې ده.

((په عمومياتو کې د پاکستان علما هم د سولې، د امن او د تفاهم او مذاکراتو طرفداره دي او د افغانستان علما هم کوښښ کوي چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې له مخالفينو سره د روغې جوړې او د جنګونو د ختمولو لپاره کار وکړي. خو که چيري د بحثونو په منځ کې ځيني اختلافي ټکي راغله نو هغه به ستاسو سره شريکوو.))

د افغانستان د سولي د عالي شورا لخوا په هيواد کې له وسله والو مخالفينو سره د سولي په اړه د خبرو اترو په لړ کې که يو خوا د پاکستان له حکومته د بندي طالب مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه شوې نو بلخوا بيا داوړه هيوادونه سلا شوي چې د لا زيات موثره سولي په رامنځ ته کولو کې د علماوو په کچه کانفرنس جوړ کړي چې دا ډول د هغو کسانو په ذهنيت کې هم مثبت بدلون راولي چې د تذبذب ښکار دي.
XS
SM
MD
LG