د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان جګړې مېړنۍ امریکي عسکر


ولسمشر بارک اوباما امریکایي سرتیري يو دېرش کلن کلېنټن روميشا ته د مېړانۍ مېډال ورکړ
ولسمشر بارک اوباما امریکایي سرتیري يو دېرش کلن کلېنټن روميشا ته د مېړانۍ مېډال ورکړ


فرانس پريس خبري اژانس په خپل راپور کې ليکي، د امريکا ولسمشر براک اوباما د تېر ګل په ورځ د افغانستان د جګړې يوه پخواني امريکايي پوځي ته د ميړانې جايزه ورکړه.

يو دېرش کلن کلېنټن روميشا په ۲۰۰۹ م کال کې، په داسې حال کې چې طالبانو ۵۳ امريکايي سرتيري د دولسو ساعتونو لپاره محاصره کړي ول او خپله دی زخمي و، له طالبانو سره سخته جګړه وکړه.

دغه نښته، چې ۸ امريکايي پوځيان په کې مړه او ۲۲ نور ټپيان شول، ولسمشر اوباما د افغانستان د جګړې يو له خونړيو هغو څخه ياده کړه.

په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې روميشا په يو لاس او څټ لګېدلی و او خوله يې هم ټپي شوې وه، خپل زخمي شوي ملګري يې وژغورل او مړه شوي هغه يې د جګړې له ځايه وايستل.

د اژانس په راپور کې د ولسمشر اوباما له قوله ويل شوي، له دغې پېښې بايد درس واخيستل شي چې امريکايي پوځيان پر يو بل ميين دي او د خپلو ملګرو د ژغورنې لپاره له هيڅ يوې قربانۍ ورکولو نه په شا کېږي.

دغه پخواني امريکايي پوځي ته په ورکړل شوي ستاينليک کې کښل شوي چې ده په دغه جګړه کې درې طالبان ووژل او د هغوئ يوشمېر پټن ځايونه يې له مينځه يوړل.

روميشا له خپل مډال تر لاسه کولو وروسته، په داسې حال کې چې ډېر احساساتي شوی و. له سپينې ماڼۍ د باندې خبريالانو ته وويل چې دغه انعام يې د خپلو هغو ملګرو سرتېرو لپاره قبول کړ، چې د ده په خبره، و يې نه شو کړای خپل وطن ته بيرته ستانه شي.

نوموړي زياته کړه، د مډال پر اخيستلو خوښ دی خو په عين وخت کې خواشينی هم دی چې خپل ډېر نيږدې ملګري يې د افغانستان په جګړه کې له لاسه ورکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG