د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوال طالبان په خبرو کې سنجیده نه ښکاري


د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمان ملک ويلي طالبان په مذاکراتو کې سنجيده نه دي.

پرون په اسلام کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې رحمان ملک وويل چې طالبان د مذاکراتو په نوم له ولس سره ټوقي کوي ، نوموړي ويل مسلي د خبرو اترو د لاري په ښه شان حل کيدای شي خو طالبان چې د مذاکراتو لپاره کومه لاره خپلوي هغه سمه نه ده.

رحمان ملک زیاتوي، وسلوال طالبان یو خوا په ملک کې تشدد کوي، بدامني خوروي، او بلخوا حکومت ته د خبرو لپاره شرطونه ورکوي.

د کورنیو چارو وزير دا هم ویل، وسله وال طالبان دی له خبرو وړاندې د تشدده لاس واخلي. د نوموړي په خبره که چېری طالبان د راتلونکیو ټول ټاکنو نه وړاندې وسله وغورځوي نو محفوظه لاره به ورکړل کيږي.


بلخوا د خیبر پښتونخوا د اطلا عاتو وزیر میا افتخار حسین ويلي دي له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو وړاندې نیول شوي وسله وال طالبان نه شي خوشې کولی.

د خيبر پښتونخوا په نوښار کې پرون له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې ميا اافتخار حسېن ويلې چې د مذاکراتو وړاندې د وسلوالو طالبانو خوشې کول د هېواد د قانون او آيین ضد ګام دی .

د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير زياته کړه که چېری ټول ګوندیز کانفرنس کې له طالبانو سره د مذاکراتو کولو پریکړه وشوه نو دوی به په دې لړ کې د ولسمشر اود پوځ د مشر سره هم صلا ح کوي. ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان د وړاندې نه له حکومت سره د خبرو وړانديز کړی.
XS
SM
MD
LG