د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کچلاغ کې بمي چاودنې یو کس وژلې


د کچلاغ پولیسو تهاڼې سره څېرمه چاودني یو تن وژلی. پولیسو ۲۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي ناکاره کړي.

د کچلاغ سیمې د پولیسو په وینا د خالي په ورځ نامعلومه کسانو ددغه ښار د پولیسو تهاڼې سره څيرمه شاوخوا ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاي پر ځاي کړي وو.

د پولیسو د ډي ايي جې انویسټیګیشن وزیر خان ناصر په خبره لومړی په يوه جرکېن کې د ځاي پر ځاي شویو چاودېدونکو له چولو سره يو تن ووژل شو. کله چې پولیسو سیمه کلابنده کړه، نو يې په دې موټر نظر ولګېد، چې تر تالاشۍ ورسته پکې شاوخوا ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي پولیسو وموندل.

او هغه يې ټول ناکاره کړل. د وزیرخان ناصر په وینا له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري، چې د چاودنې هدف د کچلاغ پولیسو تهاڼه وه. تر اوسه ددې پېښي مسوولیت کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG