د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا فلبرایټ سکالرشپ


سراج ظهیر مشال راډیو

اسلام اباد: د امريکایي حکومت لخوا د فاټا په ګډون د ټول پاکستان زده کونکيو ته د لوړو زده کړو مواقعې وخت په وخت ورکول کیږي.

په دې غرض یي د فل برايټ سکالرشپ پروګرام ترلاندې تراوسه يوشمير پاکستاني ځوانان اوانجونې امريکا ته ليږلي هم دي.

د تير زيارت په مازيګر اسلام آباد کې د امريکايي سفارت خانې د سيورې لاندې تابيا شوې دستوره کې په پاکستان کې د يو ايس ايجوکيشنل فاونډيشن ايګزيکټيو ډايريکټرې ريټا اختر وويل چې د امريکاي حکومت پاکستانيانو زده کونکيو ته امريکه کې د زده کړو موقه په لاس ورکوي او هم په دې غرض امريکا د ۱۹۵۰ م کال د دستمبر په ۲۵ مه نيټه د پاکستان سره يوه لوظنامه لاس ليک کړه.

اود هغه وخت نه تراوسه پورې د فل برايټ سکالرشپ په نوم وظيفه پاکستانيانو طالب علمانو ته ورکول کیږي، او په دې پروګرام کې د ټول پاکستان چې پکې فاټا هم شامله ده ځوانان خپلې لوړې زده کړې ترلاسه کولې شي.


نوموړې وويل چې دا وخت د پاکستانو طالب علمانو څخه د دې سکالرشپ لپاره درخواستونه ترلاسه کيږي.

دې وويل چې تراوسه د دې پروګرام ترلاندې ۴۰۰۰پورې پاکستانيانو په امريکا کې خپل تعليم ترلاسه کړيدې او دغه رنګ د تبادلې پروګرام ترلاندې د ۸۰۰ پورې امريکايي ځوانان پاکستان ته راغلي دي.

ريټا اختر په دې بابله زياته کړه د پاکستانيانو لپاره د تعليمداسې موفه د بل هیواد لپاره نشته، اؤ د جهان د ټولو لوی امریکایي تعليمي پروګرام په پاکستان کې دى .اود دې پروګرام ترلاسه کولو لپاره هيڅ د عمر حد نشته خو چې د دوويشت کالو پورته وي .

او زیاته یي کړه، د دې نه ټول پاکستان چې پکې فاټا او بلوچستان هم شامل دي ګټه پورته کولې شي.

په دې کې ځوانان هلکان او نجونې د اعلي تعليم يعني شپاړسم او د پي ايچ ډي په کچه تعليم حاصلولې شي نو چې څوک خواري کښ او قابل وي دا پروګرام د هغوي لپاره دى او هغوي د دې نه ګټه پورته کولې شي .


پاکستان کې د امريکایي سفارت خانې پبليک افيرز مشرې کيهترين شيلو خپلو خبرو کې وويل چې د کال ۲۰۱۴م د فل برايټ سکالرشپ پروګرام په پيلولو موږ ته وياړ دى چې دا د دنيا تر ټولو لوي او زوړ پروګرام دى.

او دا چې امريکا تر اوسه دا پروګرام تر ۱۵۵ ملکونو پورې غزولې دى خو په دې ټولو کې زيات اهميت پاکستان ته ورکړل شوي دې.

د کيهټرين شيلو په وينا چې دغه پروګرام کې ښځينه ، اقليتي ډلې ، معذورانو کسانو او د فاټا او بلوچستان سره سره به د پاکستان نورو طالب علمانو ته زياته توجه ورکړل کيږي.


نوموړي وويل چې د دې هر څه نه په ډاګه کيږي چې امريکا پاکستان سره خپلو اړيکو ته څومره اهميت ورکوي.

د فل برايټ سکالرشپ پروګرام سره نۀ يواځې د دواړو ملکونو د زده کونکيو تبادله کيږي بلکې دا د يو بل د حالاتو او کلتور څخه د خبريدو هم يوه موقه په لاس ورکوي.

او لويه خبره داده چې کله دا سکالران خپل ملک ته راستانه شي نو په اهمو چوکیو کارونه کوي د کوم سره چې رياستونو او حکومتونو ته ګټه رسي او دا هم چې دا خلک بيا راتلونکي کول ته هم زده کړې ورښـاي.

کله چې مشال راډيو د فاټا د طالب علمانو سره د دې فل برايټ سکالرشپ پروګرام لړ کې خبرې وکړې نو د وزيرستان سره تعلق لرونکې يو طالب علم حسين بادشاه وويل

((موږ خو له دې وړاندې نورو ډيرو سکالرشپونو ته درخواستونه ورکړيدي او ايم فل یي کړيدې او زه اوس د پي ايچ ډي لپاره پاکستان کې کوشيش کوم خو چې اوس مې د امريکایي پروګرام فل برايټ سکالرشپ په اړه واوريدل نو ډير زيات خوشاله شوم او اوس به له دې لپاره تياري نيسم او هيله لرو چې دغه پروګرام کې به موږ ته موقه راکړې شي او دا د امريکایي د پاکستان او بيا په خاص توګه د فاټا د طالب علمانو لپاره يوه ډيره ښه ډالۍ ده ځکه چې پاکستان کې داسې موقې نشته))

يو بل طالب علم خان زيب برکې چې د قايد اعظم پوهنتون اسلام آباد نه یي خپلې زده کړې ترلاسه کړي دي په دغه پروګرام یي د خوشالۍ څرګندونه وکړه او وويل چې د فل برايټ سکالرشپ د امريکايي حکومت لخوا د پاکستان د ولس لپاره يوه ډالۍ ده. او په دغه کې د فاټا او بلوچستان خلک په خصوصي توګه ياد کړل شويدي.
XS
SM
MD
LG