د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په ۲۵ ضلعو کې د پولیو ضد مهم ځنډول شوی



د بلوچستان په ۲۵ ضلعو کې د پولیو ضد کمپاين ځنډول شوی

د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼط کې راغلي، د نوموړی ایالت له دېرشو څخه په پنځویشتو ضلعو کې د پولیو ضد کمپاين ځنډول شوی.

دا کمپاین چې د روانې میاشتې له اتلمسې نيټې څخه به پېلېده، له پنځو ضلعو ماسوا په ټول بلوچستان کې ځنډول شوی دی. هغه ضلعې چې دا مهم به لاهم په کې چلېږي، کوټه، کلا عبدالله، پښين، جعفراباد او نصيراباد دي.

که څه هم په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دا مهم ولې ځنډول شوی، خو د ايي پي ايي د بلوچستان څانګې مشر ډاکټر انور له مشال سره په خبرو کې وویل، د ډبلیو ایچ او له لوري ورته د پولیو واکسین لا هم رسېدلي نه دي، او هم ځکه يې په پنځویشتو ضلعو کې دا مهم ځنډولی.

(( دا مهم د سیکیورټي له امله نه دی ځنډول شوی، بلکې د ډبلیو ایچ او یا د صحت د نړیوالې ادارې له خوا چې موږ ته کوم واکسین راکول کېږي، هغه لا هم راته رسېدلي نه دي، نو ځکه په پنځویشتو ضلعو کې دا مهم وځنډول شو.))

د بلوچستان کلا عبدالله او پښين هغه سیمې دي، چې په تیر څه وخت کې په کې د پاکستان تر هرې سیمې زیات له پولیو یا ګوزڼ څخه ماشومان متاثره شوي. د ډاکټر انور په ډاکټر انوار وایي همداوجه د چې په هغو سیمو کې دا مهم نه ددي ځندول شوي.

له دې سره چې د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا دا لا هم نه دي ویل شوي، چې په پاتې پنځویشتو ضلعو کې به دا مهم بیرته کله پېل شي. خو د اي پي ايي یاد مشر وویل؛ کله چې هم د صحت د نړيوالې ادارې له لوري ورته واکسین ورسېدل، ورسره سم به په دې سیمو کې هم مهم بیرته پېل کړي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم د بلوچستان په ځينو سیمو کې د پولیو ضد کمپاين ځنډول شوی و، چې هغه وخت کې يې صوبايي حکومت لامل خراب امنیت ښودلی و.


XS
SM
MD
LG