د لاسرسي ځای

د هند په پارلمان د برید پلان جوړونکی اعدام کړل شو


ژباړه :انیسه اجمل مشال راډیو

سرچینه: ای ایف پي

پراګ: ای ایف پي خبري اژانس لیکې ، په ۲۰۰۱ لومړی کال کې د هند په سرښار نوي ډلي کې په پارلیمان د برید تورن افضل ګورو ته د خالې په ورځ د پهانسي سزا ورکړل شوه .

اژانس لیکې ، د ۲۰۰۱ لومړي کال د دسمبر په ۳۱مه نیټه پنځو یاغي وسله والو د هند په پارلیمان برید وکړ، چې له امله یې اته پولیس او یو د باغ مالې ووژل شو ، په دغه برید کې یو خبریال هم ژوبل شوي وو چې څو میاشتي وروسته مړ شو.

محمد افضل ګورو چې پخوا به یې میوي خرڅولې ،ورته د هغې وروسته په تهاړ جیل کې د پهانسي سزا ورکړل شوه کله چې د ولسمشر پرناب مکهرجي لخوا د هغه د اپیل درخواست رد کړل شو.

د هغه په اعدام د مختلفو ډلو لخوا د ردعمل د راتللو د ویري له امله د هند تر انتظام کشمیر په ځینو برخو کې کرفیو لګول شوي او ځینې ښارونه بند کړل شوي هم دي.

په داسي حال کې چې د هند یوي لويي مخالفه ګوند د دي سزا هرکلې کړې ، افضل ګورو سره یو بل تورن کس چې وروسته بې ګناه ګرځول شوې، ویلې ، دا سزا د انصاف بالاتر ده.

د هند د کورنیو چارو وزیر سو شیل کمار شیندې خبریالانو ته ویل ، د قانونې طریقي تر مخه افضل ګورو ته د خالې په سحر اته بجې پهانسي ورکړل شوه .او دوي د کشمیر د حالاتو د نزدي څارنه کوي.

اژانس لیکې، هند تور لګوي چې په پارلیمان د برید تر شا چې د چا لاس وو ، هغوي ته د پاکستان د استخباراتو ملاتړ تر لاسه وو.د دي پیښی روسته د پاکستان او هند تر مینځ په پوله د دواړو خواوو لخوا د اتو میاشتو لپآره لس لکه پوځیان ځاې پر ځاې کړل شوي وو.

اژانس لیکې ، افضل ګورو په دوزره لومړي کال کې د هند په پارلیمان د برید کولو د سازش او ترهګرو ته پناه ورکولو په جرم کې تورن ګرزول شوی وو.

افضل ګورو پر دي هم مجرم ثابت شوې چې هغه د مذهبې ډلې جیش محمدي غړی وو ، دغه ډله د هند د حکومت پر ضد د کشمیر په همالیه کې جنګیدلې ده. په دغه جګړه کې یو لاکه خلک وژل شوې.

اژانس لیکې ، د وکیلانو په ګډون د فعالانو ډلې چې د افضل ګورو لپاره يې کمپاین چلوو ، وایې ، د هغه په مقدمه کې د پولیسو لخوا د ثبوتونو وړاندې کولو او د قانونې

کارواۍ له امله ډيري ستونزي وي.

اژانس لیکې ، د دي نه وړاندي احتجاج کونکو د افضل ګورو د خوشې کولو لپاره مظاهري کړې وې ، البته د هند ښی لاسي فعالانو د افضل ګورو د پهانسي غوښتني کړي وي چې نورو مهمو بریدکونکو ته پیغام ورکړي.

اژانس لیکې ،په تیره یوه لسیزه کې دا دویم کس دی چې په هند کې ورته پهانسي ورکړی شوه. د دي نه وړاندي په تیر نومبر کې پاکستانې نژاده اجمل قصاب ته د ممبي بریدونو په تور پهانسې ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG